د کوويډ-۱۹ وبا دوران کې اسټراليا څخه بهر او يا هم بيرته اسټراليا ته سفر کولو لارې چارې بدلې شوې او اوس نوو تدابيرو له مخه تاسې يا اسټراليا ته او يا هم له اسټراليا څخه بهر سفر کولی شئ.
اسټراليا ته راتګ لپاره دا مهال زرګونه خلک چې د اسټراليا تابعيت او يا هم دايمي ويزو لرونکي دي انتظار باسي ترڅو يې وار راشي او اسټراليا ته سفر وکړي.
اسټراليا ته رارسيدو سره ۱۴ له بهر څخه راغلي مسافر بايد ۱۴ ورځو لپاره په هوټلونو کې قرنطين شي.
د راتلونکو مسافر قرنطين پروګرام په سمه توګه پر مخ وړلو لپاره حکومت نوې تګلاره وړاندې کړې او هره اونۍ په ټاکل شوي شمير د اسټراليا تابعيت او هم دايمي ويزو لرونکو ته اجازه ورکول کيږي ترڅو اسټراليا ته سفر وکړي.
که تاسې له اسټراليا څخه بهر ياست او غواړئ اسټراليا ته راشئ او يا هم پلان لرئ ترڅو له اسټراليا څخه بهر سفر وکړئ او بيرته راشئ نو دا ډير مهمه ده ترڅو پر شته قوانينو او تګلارو پوه شئ.
ملبورن ښار کې ميشت ټراول اجينټ يا سفر تنظيم کوونکی اسماعيل شاه نيازي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرې کړي او ټولې هغه لارې يې روښانه کړي کوم چې اسټراليا ته او يا له اسټراليا څخه بهر سفر کولو لپاره پوهيدل يې مهمه ده.

که تاسې له اسټراليا څخه بهر سفر کول غواړئ نو بايد د مهاجرت ادارې څخه اجازه ترلاسه کړئ. دا اجازه تاسې خپله او يا هم ټراول اجينټ تاسو لپاره ترلاسه کولی شي.
که له اسټراليا څخه بهر سفر کول غواړئ او له درې مياشتو ډيره موده تيرول غواړئ نو اړ نه ياست چې له اسټراليايي حکومت څخه اجازه ترلاسه کړئ.
که له بهر څخه اسټراليا ته سفر کول غواړئ، هماغو هيوادو کې چې تاسې ياست هلته بايد د اسټراليا له سفارت سره او يا هم خپل خوښې ټراول اجينټ سره په اړيکه کې شئ ترڅو ستاسو نوم په انتظار ليسټ کې واچوي او هم الوتنې ټکټ اخيستلو کې له تاسو سره مرسته وکړي.
د اسماعيل شاه نيازي مرکه واورئ او په لاندې برخو کې معلومات ترلاسه کړئ.
- څنګه له اسټراليا څخه بهر سفر کولی شئ؟
- څنګه اسټراليا ته سفر کولی شئ؟
- د ټکټونه نرخونه څومره دي؟
- که د ټکټ اخيستلو توان نه لرئ څوک له تاسو سره مرسته کوي؟
- څنګه له اسټراليا څخه بهر سفر کولو لپاره له مهاجرت ادارې څخه اجازه ترلاسه کولی شئ؟
- کوم حالت کې بهر سفر کولو وخت کې د اسټراليا حکومت اجازې ته اړتيا نه لرئ؟
دا او نور معلومت په بشپړه مرکه کې واورئ.




