Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

SBS Examines: څنګه د آسټرالیا نوي قوانین د کرکې خپروونکې وینا په مخنیوي کې مرسته کوي؟

Two mouths arguing with speech bubbles and graphic symbols in between them

UN Secretary General Antonio Guterres said, “the world has seen hate speech as a precursor to atrocity crimes.” Source: Getty / Richard Drury

د ملګرو ملتونو په وینا د نړۍ حکومتونه د کرکې خپروونکو ویناوو سره د مبارزې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

وړاندې کوونکی Somaya Shafiqi

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د ملګرو ملتونو په وینا د نړۍ حکومتونه د کرکې خپروونکو ویناوو سره د مبارزې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.


د آسټرالیا فدرال پارلمان د فبروری په میاشت کې، دجزا قانون د تعدیل (د کرکې جرمونه یا Hate Crimes) تر نوم لاندې یوه طرحه تصویب کړه.

دا لایحه د ۱۹۹۵ کال د جزا قانون په هغو برخو کې بدلون راولي چې له کرکې څخه راولاړېدونکو جرمونو سره تړاو لري.

یاده طرحه تېر کال د فدرالي کارګر ګوند استازي او پخواني لوی څارنوال مارک ډریفوس پارلمان ته وړاندې کړې وه.

هغه وویل، دا نوي اقدامات به امنیتي ادارو ته دا توان ورکړي چې له تاوتریخوالي مخکې لاس په کار شي او د پېښو مخه ونیسي.

د جون په ۱۸مه نیټه د کرکې خپروونکې وینا Hate Speech پر ضد د نړیوالې ورځې سره سمون خوري او مونږ پدې راپور کې دا څېړو چې څنګه د آسټرالیا نوي قوانین زموږ په ټولنه کې د کرکې خپرونکې وینا پر وړاندې اغېز کوي، او کوم نور ګامونه باید واخیستل شي تر څو دا ستونزه په پوره ډول حل شي.

د نورو مالوماتو لپاره بشپړ راپور واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now