Key Points
- د آسټرالیا د کورنۍ قانون لاندې د ماشوم ګټې خورا مهم دي
- ډیری والدین طلاق وروسته غير رسمي هوکړې ته رسيږي ترڅو د محکمې له لږښتونو ځان خلاص کړي.
- کله چېد ماشوم والدين طلاق وروسته هوکړې ته نه رسيږي بيا د منځګړي مرسته ترلاسه کولی شي.
- د کورنۍ محکمه ته خپل قضيه وړل تل وروستی انتخاب وي، او هغې لپاره هم لارښوونې شتون لري.
د کورنۍ قانون په مساوي ډول په واده شوو کسانو پلي کیږي.
د قانون له مخه د ماشومانو خونديتوب او هغوی ته اسانتياوو ته لومړيتوب ورکول کيږي، پدې کې مور يا پلار مطرح نه وي بلکې يوازې د ماشوم هوساينه په نظر کې نيول کيږي.
دا پدې معنی ده چې د والدينو جلا کيدو وروسته مور يا پلار په اوتوماتيک ډول د ماشومانو پالونکي نه جوړيږي او نه هم يو له دوی څخه د بل په استازيتوب پريکړه کولی شي.
بيا په ځينو مواردو کې که چيرې تاوتريخوالی يا بله ستونزه موجوده وي نو بيا محکمه ددې صلاحيت لري چې يو والد د خپلو ماشومانو له ليدو يا پالنې څخه منع کړي.
د ماشومانو مالي لګښت او ځينو نورو مسايلو لپاره دواړه والدين يوشان مسوليت لري چې برخه واخلي او دا هم مهمه نده چې ماشوم له کوم والد سره وخت تيروي بلکې د دواړو والدينو مالي او نور مرستې له شرايطو پرته ماشومانو ته ورکول کيږي.

دا ډير مهمه ده چې طلاق وروسته دواړه جوړه کسان خپل مينځ کې يوې هوکړې ته ورسيږي، ځکه بيا دې ته اړتيا نه وي چې دوی محکمې ته خپل قضيه وړاندې کولو ته مجبوره شي کوم چې ډير لګښت له ځانسره لري.
دا هوکړه رسمي نه وي ولې که والدين رامينځته شوې هوکړه رسمي کول هم غواړي هغې لپاره اداره موجوده ده ترڅو ورته رسمي بڼه ورکړي.

که چيرې والدين کومې هوکړې ته ونه رسيږي بيا دا مسله family dispute resolution resources ته راجع کيدای شي.
تاسو ته مو يادې مهمې مسلې په اړه رپوټ تيار کړی چې لا ډير نور معلومات پکې موندلی شئ، بشپړ رپوټ واورئ.



