آسټرالیا یو متنوع او څو کلتوریز هېواد دی او له ۱۹۴۵ کال راهیسې یې شاوخوا ۷ میلیونه کډوالو او مهاجرو ته ښه راغلاست ویلی دی.
که چېرې تاسو غواړئ د آسترالیا تابعیت لپاره خپل غوښتنلک وسپارئ او بیا آزموینه کې برخه واخلئ، نو له هغه مخکې باید تاسو د تابعیت ترلاسه کولو ټول شرایط پوره کړئ.
د تابعیت آزموینه د تاریخ، کلتور، ارزښتونو او سیاسي سیسټم په اړه ستاسو پوهه اندازه کوي.

د آسټرالیا پېژندنې په دغه رپوټ کې مو تاسو ته ځینې داسې معلومات راغونډ کړي ترڅو له تاسو سره د تابعیت آزموینې لپاره چمتو کولو کې مرسته وکړي.
د مهاجرت وکیلې، ایوا عبدالمسیح د آسټرالیا د تابعیت په ترلاسه کولو کې له سلګونو خلکو سره مرسته کړې ده. هغه وايي تر ټولو مهم معیار د استوګنې شرط پوره کول دي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





