د افغانستان په شمال کې د قوش تیپې کانال جوړېدو په تړاو د ازبکستان هېواد اندېښنه څومره پر ځای ده؟

Afghanistan

Source: Getty / Getty Images North America

د افغانستان په شمال کې پروت د قوش تیپې کانال چې د سروې چارې يې د افغانستان د تېر حکومت پرمهال په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوې وې، عملي چارې يې د طالبانو سرپرست حکومت د تېر ۲۰۲۲ کال د مارچ مېاشت کې پیل کړي.


د قوش تیپې کانال د جوړېدو چارې چې اوس وخت کې دریدلې خو د معلوماتو له مخې د لومړی فاز چارې يې نږدې ۸۰ سلنه بشپړه شوې دي.

دغه کانال چې د افغانستان د بلخ ولایت له کلداری ولسوالۍ څخه د امو سیند اوبه د حیرتان دښتو ته رسوي او د دولت اباد ولسوالۍ او جوزجان د اقچې ولسوالۍ څخه په تیرېدو د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسیږي اوږدولی ۲۸۵ کیلومتره ښودل شوی او ویل کیږي چې لسګونه زره جرېبه ځمکه به خړوب کړي.

د قوش تیپې کانال د جوړېدو سره هم مهال د منځني اسیا ځینو هېوادونو په تېره ازبیکستان ددغه کانال جوړېدو ته اندېښنه ښودلې او هغه يې د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو وېش لپاره زیانمن په کوته کړی.

د ازبیکستان ولسمشر میرضیایف د منځنۍ اسیا هېوادونو په سرمشریز کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسېده وویل، د افغانستان په شمال کې د قوش تیپې کانال د جوړېدو په اړه منځنۍ اسیا هېوادونو ته وضاحت نه دی ورکړل شوی او دا مسله د اندېښنې وړه ده.

.نوموړي په دغه ناسته کې د قوش تیپې کانال د ټولو اړخونو او د امو سیند پر وضعیت يې د اغیزو د څېړو لپاره د طالبانو په ګډون د یوې ګډې ډلې پر جوړولو ټینګار وکړ.

د ازبیکستان ولسمشر داسې مهال د افغانستان د قوش تیپې کانال پروژې د جوړېدو په اړه اندېښنه څرګندونې چې د چارو یو شمېر کارپوهان بیا د قوش تیبې او بل هر ډول کانال جوړېدل په هېواد کې د اوبو سرچینو د استفادې په برخه کې د افغانستان حق بولي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامي اس بي اس راډیو سره په خبرو وویل، له امو څخه د افغانستان د اوبو حق اخېستل او د قوش تیپې کانال جوړېدل د افغانستان حق دی او هېڅ کاونډی هېواد د دې حق نلري چې په دې اړه له افغانستان څخه وضاحت وغواړي او یا هم شرایط وړاندې کړي.

ښاغلي جامع په خپلو خبرو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو دغه ډول اندېښنه بې ځایه بولي او هغه د ښه کاونډیتوب خلاف او له نړیوالو کنونسینونو څخه ښکاره سرغړونه په کوته کوي.

هڅه مو وکړل چې د ازبیکستان د ولسمشر ددغو څرګندونو په اړه د طالبانو سرپرست حکومت د ویاندویانو نظر له ځانه سره ولرو خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د اس بي اس راډیو پوښتنې ځواب نکړي.

لا نور په بشپړ رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now