د افغانستان جمهوريت دوران کې د رګبي لوبډلې اسيا جام کې لوبيدل هغه خوب وو چې د سليمانخيل ورونو په ګډون ميليونو نورو افغانانو هم ليده او له کړاونو ډک سفر وروسته د افغانستان ملي لوبډله وتوانيدله ترڅو په اسيا جام کې هند، عردن
دا د هغو پنځو ورونو کيسه ده چې د افغانستان رګبي لوبډلې بنسټ يې کيښود او د ملي لوبډلې تر نيمايي لوبغاړو د هغوی کورنۍ غړو جوړوو.
د سليمانخيل پنځه ورونه لومړۍ له افغانستان څخه پاکستان ته او بيا نيوزيليند ته ګډه شول.
نيوزيليند يې يې رګبي لوبو سره مينه پيدا شوه او بيا ټولو ورونو په رسمي کلبونو کې لوبې ترسره کولې چې بيا وروسته دوی د افغانستان ملي لوبډلې ته هم لار پيدا کړه.
پنځه وروڼه او کورنۍ يې له افغانستان څخه پاکستان ته او بيا نيوزيليند ته کډوال شول.
د افغانستان د تير حکومت سقوط وروسته سليمانخيل ورونه وايي، د افغانستان رګبي لوبډلې لي مينځه تلل او په اسيا جام کې نه لوبيدل ډير خواشينونکی وو.
نو کله چې دوی ولیدل چې د اګست په میاشت کې د آسیا رګبي سیونز اتلولۍ کې د افغانستان ټیم نه و، مشر ورور صابر خپل وروڼه سره يوځای کړل او يو ځل بيا هوډ لري چې افغانستان ته ولوبيږي.
اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال ښاغلي صابر سليمانخيل وويل، تر ټولو لويه ستونزه د بوديجې نشتوالی دی او بل داچې نور لوبغاړي په ريزرف کې نه لري ترڅو نړيوالو جامونو کې معياري لوبې ترسره کړي.
د ښاغلي په وينا، تير اسيا جام کې د سپورتي ډاکټر، ريزرف لوبغاړو او نورو اسانتياوو نشتوالی سره بيا هم له ډيرو ټپونو سره دوی وشو کولی اسيا جام پای لوبې ته ځان ورسوي.
اسيا جام کې هند، عردن او داسې نورو لوبډلو ته ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته لار پيدا کول هغه څه دي چې سليمانخيل ورونه او ټول افغانان پرې وياړي.
ښاغلی صابر وايي، د طالبانو د حکومت اولمپيک چارواکو ورسره وړيکه ټينګه کړې ترڅو د رګبي لوبډله نړيوالو جامونو کې ولوبيږي.
ښاغلی له افغانان غواړي ترڅو رګبي لوبډلې لپاره سپانسر يا ملاتړي جوړ شي او هم پر نورو افغانانو چې رسمي رګبي لوبې کوي غږ کوي ترڅو دې ملي لوبډلې سره يوځای شي.
نور په بشپړه مرکه کې اوريدلی شئ.



