پاکستان کې تر اوسه ۲۹۲،۱۷۴ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي او تر دې دمه ۶۲۳۱ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.
له کرونا ويروس سره مبارزې برخه کې پاکستاني حکومت ځيني بنديزونه لګولي چې په هغو کې د لويو غونډو جوړيدل لکه ودونه هم پکې شامل دي.
پاکستان کې نرښځې وايي، د کرونا ويروس تر ټولو منفي اغيز پر دوی شيندل شوی او محفلونو کې ګډا پرته دوی د عايد هيڅ بله لار نه لري.
پيښور ښار کې ځينو نرښځو زمونږ خبريال سره مرکو کې ويلي که حکومت له دوی سره مالي مرسته ونه کړي نو دوی له ستر ناورين سره مخ کيدلی شي.
ځيني نر ښځي بيا وايي، د عايد ترلاسه کولو لپاره کيدای شي جنسي کارونو ته مخه کړي کوم چې ددوی په وينا ستره ګناه ده او نه غواړي داسې ګناه ترسره کړي.
پيښور ښار کې زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له ځينو نرښځو سره خبرې کړي او د هغوی ستونزې يې راخيستي چې دا ټول تاسې په رپوټ کې اوريدلی شئ.