په افغانستان کې د انټرنېټي کڅوړو د لوړو بیو او ټیټ کیفیت ستونزه هغه موضوع ده چې کاروونکي یې ترې په پرلاپسې توګه شکایت کوي.
یو شمېر عام خلک په دې باور دي چې د مخابراتي شرکتونو لخوا د انټرنېټې کڅوړو کیفیت ټیټ او بیې يې خورا لوړې دي، چې له امله يې وخت ناوخت د دوی ورځنۍ چارې له خنډه سره مخ کیږي.
که څه هم انټرانېټ د ورځنیو کارونو د پرمخ بېولو او اړیکو د ټینګولو لپاره یوه مهمه اړتیا بلل کیږي ، خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د لوړو بیو ورکولو سره سره بیا هم د چټک او باکیفیته اڼټرنېټ له اسانتیاوو بې برخې دي.
بل خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او بېو را ټېټېدو لپاره يې ګامونه پورته کړي او هڅې يې لاهم راونې دي.
دیاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي اس بي اس پښتو ته ویلي چې د تېرو کلونو په پرتله اوس په افغانستان کې د انترنېټ کیفیت ښه شوی او بیې يې هم راټیټې شوې دي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.













