د مشعل له وژل کيدو وروسته مور او پلار يې څنګه ژوند تيروي

SBS Pashto

SBS Pashto Source: SBS Pashto

اس بي اس پښتو خپرونې د وژل شوي زده کوونکي مشعل خان له مور او پلار سره ځانګړې مرکې کړې.۲۳ کلن مشعل چې د عبدالولي خان پوهنتون يو تکړه زده کوونکی وه د ياد پوهنتون نورو تندلارو زده کوونکو لخوا په ظالمانه ډول په قتل ورسيد.د مشعل د وژنې ويډيو ګانې په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه خپرې شوې او د ډيرو کسانو حيرانتيا سبب شوې.پر مشعل دا تور پورې وه چې ده اسلام ته سپکاوې کړی ولې د پوليسو پلټنې وروسته داسې هيڅ شواهد ونه موندل شول چې وښايي مشعل د اسلام خلاف کوم عمل کړی وي.د مشعل وژنې ورسته د پاکستان بيلابيلو ښارونو کې مظاهرې روانې دي او پوليس توانيدلي چې شاوخوا ۲۰ کسان د مشعل وژنې په تور ونيسي.وروستي رپوټونه وايي چې ځيني نيول شوي مجرمانو اعتراف کړې چې د پوهنتون ادارې لخوا هڅول شوي ول ترڅو داسې بهانه جوړه او مشعل ووژني.د مشعل مور او پلار اس بي اس پښتو خپرونې خبريال اسلام ګل افريدي سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې دوی عدالت غواړي او بې وزلې له وجې يې بايد د عدل ورکړه له پامه ونه غورځول شي.د مشعل د مور او پلار خبرې پدې رپوټ کې واورئ.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now