د پيښو د وژل شوو کسانو يا ټپيانو ويډيو او انځورونه خپرول څومره پر رواني حالت ناوړه اغيزه کوي؟

 Relatives of the victims of a suicide bomb blast cry outside a hospital in Lahore, Pakistan (AAP)

Relatives of the victims of a suicide bomb blast cry outside a hospital in Lahore, Pakistan (AAP) Source: AAP

پښتنو ميشتو سيمو کې نا امنۍ ډيريدو سره په ټولنيزو رسنيو کې د ترهګريزو بريدونو او هم د هغو قربانيانو ويډيو او انځورونو خپرول په خلکو کې ويره خپره کړې او ډير له رواني نارامی سره مخ دي.


افغانستان او پاکستان کې ترسره شوو ترهګريزو بريدو انځورونه او ويډيوګانې د خلکو پر رواني حالت ناوړه اغيز شيندلې او ډير د ويرې او بې وسۍ احساس کوي.

په خواله رسنيو کې د يوې خونړې پيښې انځورونه يا ويډيو ګانې لاس په لاس کيدو مسله مو ارواح پوهې اغلېارشي ارباب مخې ته ايښي چې نوموړې يې پر ورځني ژوند ټولې بدې اغيزې روښانه کړي.

د اغلې ارباب په وينا، په خواله رسنيو کې د ځورونکو ويډيو ګانو او انځورونو خپريدو له وجې په عامو خلکو کې رواني او بد دواړو برخو کې ستونزې ډيرې کړي.

د يادو ځورونکو موادو ليدو وروسته کسانو ته د معدې درد، زړه درد، د وينې فشار لوړوالی، د شکر ناروغ شکر کچه لوړيدل او دې ټولو بدې اغيزې بيا پر پښتورګو هم وي، يعنې ټوله کې ځورونکې ويډيو او انځورونه جسماني او رواني ناروغۍ ډيروي.

اغلې ارباب په وينا، د خواله رسنيو ناسمې کارونې او هم کورنيو غړو لخوا ځورونکې ويډيوګانې او انځورونو د کور نورو غړو ته ښکاره کول چې کيدای شي هغوی لدې خبر شوي هم نه وو دا ټول په اصل کې پر کورنيو، ماشومانو او ښځو ډير ناوړه اغيز شيندي.

داچې څنګه تاسو کولی شئ، لدې حالت څخه ځان وباسئ، اغلې ارباب يې په اړه لار ښوونې هم لري.

لا ډير په بشپړه مرکه کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service