ولې اسټراليا د اختر او يا روژې اعلان څو ورځې وړاندې کوي او آيا کور کې د اختر لمونځ جواز لري؟

Crescent Moon Sighted As India Prepares For Eid al Fitr

A view of crescent moon near Jama Masjid Minaret on the occasion of Eid alfitr Source: Hindustan Times

د روژې پيل او پای او بيا د اخترونو د ورځې اعلان د مسلمانانو ترمينځ تل تاوده بحثونه راپاروي، ولې دا مساله مو ډيره کې اسټراليا کې د يو ديني عالم سره مرکه کې د علم په رڼا کې روښانه کړې.


داچې روژه کله ده او يا اختر کله دی څوک سپوږمۍ په سترګو ګوري او څوک يې نوو ټيکنالوژۍ له الو سره ګوري دا ټول د مسلمانانو ترمينځ بحثونه او تر يو حده اختلافات زيږوي.

اسټراليا کې ديني عالم او د اسټراليا د امامانو ملي شورا غړی ډاکټر افتخار احمد وايي،" اسټراليا کې د امامانو ملي شورا او د هغې فتوا څانګه خپلې پريکړې د فلکي ادارو معلوماتو پر بنسټ کوي."

دا ادارې د مياشت راختو او لويدو بحير ټکنالوژي کارونې سره کوي کوم چې ډير دقيق معلومات له يادې شورا سره شريکوي او تر اوسه د يادې شورا هيڅ يو اعلان غلط ندی ثابت شوی.

ډاکټر افتخار احمد دا مساله د دين په ر‌ا کې روښانه کوي او وايي، دې کار ته جواز شته او لدې سره کولی شي يادې مسالې برخه کې د مسلمانانو ترمينځ يووالی هم رامينځته کړي.

بله خوا د امامانو ملي شورا فتوا صادره کړه چې پکې د اختر لمونځ کور کې جواز ګرځول شوی.

ښاغلی ډاکټر افتخار وايي، اوسني شرايطو ته په کتو مسلمانان کولی شي د نه لمونځ پر ځای د اختر لمونځ په خپلو کورونو کې ادا کړي.
Dr Iftikhar Ahmad
Source: Supplied
د کويډ-۱۹ له امله د نړۍ ډيرو هيوادونو کې ځيني بنديزونه پر خپل ځای دي او له مسلمانانو هم غوښتل شوي ترڅو له شته قوانينو او بنديزونو څخه سر غړونه ونه کړي، ولې ډاکټر افتخار احمد وايي، که مسلمانان له شته قوانينو سر غړونه وکړي او يا خپله بيمار شي او يا ددوی له وجې بل کس بيمار شي نو دا ځانته او بل ته تاوان رسول شميرل کيږي کوم چې اسلام کې د ګناه حيثيت لري.

دا او نور ډير مهم معلومات په مرکه کې واورئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
ولې اسټراليا د اختر او يا روژې اعلان څو ورځې وړاندې کوي او آيا کور کې د اختر لمونځ جواز لري؟ | SBS Pashto