د هېنلي اینډ پارټنرز ادارې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د سنګاپور پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو با اعتباره او د افغانستان پاسپورټ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ پېژندل شوی دی.
د سنګاپور اوسېدونکي کولی شي د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان او سویلي کوریا پاسپورټونو دویم ځای خپل کړی. د دغو هېوادونو اوسېدونکي د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته بې له ویزې سفر کولی شي.
ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، جرمني، ایرلند، ایټالیا او هسپانیه په درجه بندۍ کې درېیم ځای لري. د دغو هېوادونو وګړي کولای شي د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د هېنلي د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې نوي زیلنډ پنځم، انګلستان شپږم او آسټرالیا اووم ځای خپل کړی.
سره لدې چې آسترالیایان د پخوا په پرتله کم شمېر هېوادونو ته سفر کولی شي خو بیا هم د آسټرالیا پاسپورټ د نړۍ د پیاوړو پاسپورټونو په ډله کې شامل دی.
آسټرالیایان کولی شي د نړۍ ۱۸۵ هېوادونو ته بې ویزې سفر وکړي.

Australia has dipped in rankings and now sits with Malta, Czechia, Hungary and Poland. Source: SBS
د اروپا ترڅنګ، آسټرالیایان کولای شي له ویزې پرته د آسیا، افریقا او امریکا په لویې وچې کې لسګونو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي لکه، مالیزیا، فلپین، مکسیکو، مراکش، قطر، عمان او متحده عربي امارات.
سره لدې چې نارو او پاپوا نیو ګیني د آسټرالیا ګاونډي هېوادونه دي، آسټرالیایان باید دغو هېوادونو ته له سفر مخکې ویزه ترلاسه کړي.
لا ډېر ولولئ

د آسټرالیايي پاسپورټونو بیې څومره لوړې شوې دي؟
د افغانستان پاسپورټ د ۱۹۹ هېوادونو د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې وروستی ځای خپل کړی دی.
سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ معرفي شوی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولی شي د نړۍ ۲۵ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



