څنګه طالبانو يو ځل بيا افغانستان ونيوه؟

Taliban fighters take control of Afghan presidential palace after the Afghan President Ashraf Ghani fled the country.

Taliban fighters take control of Afghan presidential palace after the Afghan President Ashraf Ghani fled the country. Source: AP

شنوونکي وايي، که د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې پاتی وای د ځينو کړيو لخوا وژل کيده.


افغانستان کې د نظام چټک بدلون نړۍ له حيرانتيا سره مخ کړه او ډير څه له تمې لرې وشول.

دا سوال د ډيرو افغانانو په ذهن کې دی چې دا هرڅه څنګه او ولې وشول.

د سياسي چارو شنوونکی د پارلمان پخوانی استازی معين مرستيال وايي، که ولسمشر غني کابل کې پاتې شوی وای نو د ځينو کړيو لخوا وژل کيده.

نوموړي له اس بي اس سره خبرو دوران کې وويل،  طالبانو افغانستان کې واک د زور له لارې ندی ترلاسه کړی بلکې د افغان پوځ نه جګړه دوی ته قدرت په لاس ورکړ.

افغان پوځ ولې جګړه ونه کړه.

د ښاغلي مرستيال په وينا، د افغان پوځ او بيا په ځانګړي ډول کومانډو قومندانانو سره بريښي چې له پخوا هوکرې او کار شوی وه ځکه د همدې کړيو لخوا  شپې به امنيتي کسانو ته سپارښتنه کيده چې جګړه مه کوئ او تسليم شئ.

آيا د يادو سپارښتنو شاته د پخواني ولسمشر يا ارګ لاس وه، ښاغلی مرستيال وايي، داسې بريښي چې محمد اشرف غني لدې مسايلو بې خبره ساتل شوی وه.

داچې د افغانستان پخواني حکومت ولې واک په منظم ډول طالبانو ته ونه سپاره او پخوانی ولسمشر غني د چا لخوا وژل کيدای شو، دا ټول پدې بشپړې مرکې کې واورئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service