اسټراليا ته کار لپاره د راتګ لارښود
syd harbour opera house by pixabay public domain-2 Source: syd harbour opera house by pixabay public domain-2
اسټراليا هر کال په زرګونو بهرني کارکوونکو ته اړتيا لري ترڅو په اسټراليا کې کاري تشه ډکه کړي.اسټراليا کې نورو لارو تر څنګ هر کال په زرګونه کسان د مهارت لرونکو بهرنيو کاريګرو په توګه راځي او کار کوي.که غوارئ استړاليا ته کار لپاره راشئ نو پدې رپوت کې به تاسو ډيری پوښتنې ځواب شي.د ۴۵۷ ويزې پروګرام له مخه کار ورکوونکي کولی شي چې مهارت لرونکي بهرني کارکوونکي اسټراليا ته راولي او دا په هغه حالت کې چې دوی وړ کسان په اسټراليا کې پيدا نه کړي. ۱: سپانسرشيپهغه وخت چې کار ورکوونکي د سپانسر يا بلنې لپاره د اسټراليا مهاجرت ادارې ته غوښتنليک ورکړي. The Australian Government Department of Immigration and Citizenship in Sydney ۲: نومولهغه وخت چې کار ورکوونکې يوه کاري تشه په ګوته کړي ترڅو ددوی په کار کې ډکه شي. ياد کاري تشه بايد د اسټراليا د کار کوونکو اړتيا ليسټ کې شتون ولري چې دا ليسټ د اسټراليا مهاجرت وزارت ويبپاڼې کې موندلی شئ. Engineers working at wind farm ۳: ويزې غوښتنليککله چې بهرني کار کوونکې غوښتنليک ورکړي. د بهرنيو کاريګرو غوښتنه په هغه وخت کې نه منل کيږي چې که چيرې دوی هغه کار ته غوښتنليک ورکوړي کوم چې د اسټراليا د کاريګرو اړتيا ليسټ کې نه وي او هم د کار ورکوونکې ادارې يا کمپنۍ لخوا يې غوښتنه نه وي شوې. 457 information - SBS د ۴۵۷ ويزې لرونکي کولی شي چې اسټراليا کې د څلورو کلونو لپاره کار وکړي او هم د خپل د کورنۍ نږدي غړي له ځانسره راولي. .ياد کسان بيا کولی شي چې له اسټراليا څخه باهر او يا بيرته اسټراليا ته هر وخت وغواړي سفر وکړي د لا زياتو معلوماتو لپاره له www.border.gov.au څخه کتنه وکړئ.
شریکول


