د لومړنیو ملتونو په یوه متحد د بدلېدو لپاره یواځې یوه لاره شتون نلري او د هرې اړیکې په څیر د خلکو پیژندل یو له لومړنیو ګامونو څخه دی. د آسټرالیا د پخلاینې اجراییه رییسه کیرن مونډین چې د بومیانو له بن جون لونګ ټولنې سره تړاو لري وايي، دا باید د وضعیت او اړیکې په پېژندلو سره پیل شي چې مونږ یې نن د لومړنیو ملتونو له خلکو او نورو آسټرالیایانو سره لرو.

هغه وايي د پیل لپاره یو ښه ټکی دادی ترڅو تاسو د هغې سیمې دودویز مالکین وپېژنۍ چېرته چې ژوند کوئ.
آغلې مونډين وايي چې تاسو ډیری وخت دغه کار د خپلو محلي شوراګانو، د بومي آسټرالیایانو د سازمانونو، په خپله سیمه کې د خلکو او ځایونو د نومونو په پېژندلو سره ترسره کولای شئ.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





