Key Points
- په طبي بېړني حالت کې درې صفر (000) شمېرې ته زنګ ووهئ.
- هر څوک کولای شي، د آسټرالیا له هرې سیمې څخه درې صفر شمېرې ته زنګ ووهي.
- امبولانس ته د زنګ وهلو پرمهال باید دقیق معلومات ورکړل شي.
- د آسټرالیا په ټولو ایالتونو او سیمو کې د امبولانس خدمتونه وړیا ندي.
ډاکټر سیمون ساویر د آسټرالیا د پارا میډیکل کالج د تعلیم د برخې مشر دی. هغه وايي خلک بېلابېلو حالتونو او وختونو کې کولای شي امبولانس ته زنګ ووهي.
د بیلګې په توګه په لاندې حالتونو کې:
- که چېرې یو چا باندې د زړه حمله راشي یا فکر کوي چې د زړه حمله پرې راغلې ده.
- که چېرې د یو شخص پر سینه درد یا تنګوالی راشي.
- که چېرې یو شخص بې هوښه شي.
- که چېرې یو کس د تاوتریخوالي له امله ټپي شوی اوسي.
- که چېرې یو کس د اورلکېدنې له امله سوځېدلی اوسي.

ډاکټر ساویر په ځینو حالتونو کې د ناروغ پیدا کول ګران کار دی له همدې امله مهمه ده ترڅو امبولانس ته د زنګ وهلو پرمهال لا ډېر معلومات ورکړل شوي.
نوموړی زیاتوي که چېرې تاسو د موسیقۍ په یوه پروګرام کې یاست، یا هم په شاپنګ سنټر یا هم یو فارم کې یاست نو مونږ شاید پوه نشو چې تاسو چېرته یاست، له همدې امله چې څومره امکان لري دقیق و اوسېږئ.
د بېړنیو حالتونو شمېرې (۰۰۰) ته زنګ وهل وړیا دي، تاسو کولای شئ هره ورځ او هر وخت یادې شمېر ته زنګ ووهئ او مرسته ترلاسه کړئ.
ښاغلی ساویر وايي هر څوک کولای شي درې صفر (۰۰۰) شمېرې ته زنګ ووهي، مهمه نده ترڅو غړیتوب یا تابعیت ولرئ.
هغه وايي، مهمه نده چې تاسو د آسټرالیا به کومه برخه کې یاست که چېرې تاسو پولیس، امبولانس یا اطفايي ته اړتیا لرئ تاسو کولای شئ زنګ ووهئ.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.






