اسټراليا کې ميشت ديني عالم او د امامانو ملي شورا غړی د لوی اختر لمانځنې په اړه مهم معلومات شريکوي

Melbourne Multicultural Centre works for future generation (Image representational)

at Lakemba Mosque during Eid al-Adha// at Paul Keating Park in Bankstown during Eid al-Adha on October 4, 2014 in Sydney, Australia. Source: Getty Images AsiaPac

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د افغانانو اسلامي مرکز مشر او د عمر فاروق جومات امام ډاکټر افتخار احمد وايي، سږ کال لوی اختر ځانګړو شرايطو سره لمانځل کيږي او اسټراليا او نورو ځايونو کې خلک بنديزونو له مخه کولی شي چې حتی په يوازې ځان د لوی اختر لمونځ وکړي.


راتلونکی جمع د جولای مياشت پر ۳۱ نيټه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

د کرونا وبا د نړۍ پر مذهبي او غير مذهبي مراسمو او جشنونو يې ډير منفي اغيز شيندلې او سږ کال لوی اختر هم مسلمانان له جلا تدابيرو سره لمانځي.

اسټراليا کې هر ايالت ځانته جلا محدوديتونه او محدوديتونو کې نرمښت لري، دا پدې معنی ده چې ټول اسټراليا کې به مسلمانان لوی اختر د خپل ايالت تدابيرو سره سم لمانځي.

ښاغلی ډاکټر افتخار احمد وايي، اسټراليا کې بايد ټول روغتياي تدابير جدي ونيول شي ترڅو د يو بل ژوند ژغورل شي.

د افغانانو د جومات کميټې ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس پر وړاندې د پوهاوې پروګرامونه پر مخ اچولي او شته تدابيرو کې د مسلمانو جماعت، د اختر لمونځ او داسې نورو مسايلو په اړه يې پيغامونه خپاره کړي.

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې جوماتونه تړل شوي ولې بيا نورو ايالتونو کې خلک ټاکلي شمير سره جوماتونو ته تللی شي.

د اختر لمونځ په اړه ښاغلی احمد وايي، د اختر لمونځ بايد د ايالتونو شرايطو سره سم ترسره شي او هغو سيمو کې چې د خلکو پر راټوليدو بنديز لګيدلی، مسلمانان کولی شي د اختر لمونځ په خپلو کورونو کې وکړي او حتی که کور کې يو کس هم وي هغه کولی شي د اختر لمونځ په يوازې وکړي.

دا او نور مهم معلومات په بشپړه مرکه کې واورئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service