مهم ټکي:
- ډیری کرایي کورونه د ملکیتونو پر وېب پاڼو اعلانېږي.
- په آسټرالیا کې له ۸۰۰ زره څخه زیات د ملکیتونو استازي شتون لري او د غوښتنلیکونو د ارزولو پروسه یو شان نده.
- د ملکیتونو استازی او د کورونو مالکین له تاسو د اسنادو غوښتنه کوي، پکار ده ترڅو اسناد تیار له ځان سره ولرئ.
اوسمهال مارکېټ کې د پخوا په پرتله کم کرایي کورونه پیدا کېږي له همدې امله خلک نشي کولای په آسانۍ سره کرایي کورونه پیدا کړي.
د نن ورځې، د میشتېدنې په رپوټ کې مو پدې اړه معلومات را غونډ کړي چې تاسو څرنګه کولای شئ، د کرایي کور ترلاسه کولو لپاره خپل چانس زیات کړئ.
د rent.com.au وېب پاڼې، اجراییوي مشر ګریګ بدر وايي، د کرایي کور پیدا کول باید خلک داسې جدي ونیسي لکه د وظیفې ترلاسه کولو لپاره چې کاري مرکه جدي نیسي.
هغه وايي، د املاکو ځینې استازي او د کورونو مالکین نه خوښوي ترڅو ځوانانو ته کور په کرایه ورکړي. ځینې کورنیو ته ترجیح ورکوي او هغه کسان چې له بهر څخه راځي او په آسټرالیا کې کرایي کور نیسي، هغوئ له اضافي خنډونو سره مخ کېږي.

ډیری کرایي کورونه د realestate.com.au ،domain.com.au او rent.com.au پر ویب پاڼو اعلانېږي.
کله چې تاسو کرایي کور پر یادو ویب پاڼو پیدا کړئ نو تاسو کولای شئ د کور لیدلو لپاره اینسپکشن ته ورشئ چې معمولاً د اوونۍ په وروستیو ورځو کې وي.
په آسټرالیا کې له ۸۰۰ زره څخه زیات د ملکیتونو استازي شتون لري او د غوښتنلیکونو د ارزولو پروسه یو شان نده.
ښاغلی بدر وايي، موږ په ټول هیواد کې یو شان مقررات یا قانون نه لرو. مګر په عام ډول سره پکار ده ترڅو د پېژندڼې یو سند لکه پاسپورټ، د موټر چلولو لایسنس یا داسې بل څه له ځان سره ولرئ.

د ملکیتونو استازي، اسناد ارزیابی کوي. نو مهمه ده چې تاسو خپل اسناد له ځان سره ولرئ.
که چېرې تاسو د کرایي کور تاریخچه نلرئ، د املاکو استازی کولای شي نورې خبرې په پام کې ونیسي.
نیک په ملبورن ښار کې کوچنی کاروبار لري. هغه وايی، د شخصي کور له درلودلو ۲۰ کاله وروسته مارکیت ته ننوتل ګران کار وه ځکه هغه اسناد یې نه درلودل چې د ملکیتونو د استازي پکار وه.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



