آسټرالیا په نړۍ کې د ځینې خورا متنوع او په زړه پورو ځنګلي موجوداتو کور دی چې د براعظم په توګه د آسټرالیا د انزوا او ځانګړي تاریخي تکامل په پایله کې په ملیونونو کلونو کې رامنځ ته شوی دی.
که چېرې تاسو په آسټرالیا کې سفر یا سپړنه کوئ نو د دې ډېر احتمال شته ترڅو تاسو له ځنګلي حیواناتو سره مخ شئ.
له بده مرغه، ځینې وخت ځنګلي حیوانات ناروغه کېږي یا هم د خلکو لخوا په موټر وهل کېږي یا د اورلګېدنو یا سیلابونو له امله زمانمن کېږي. پوښتنه داده که چېرې تاسو داسي ژوي وګورئ چې ټپي یا ناروغه دي، نو څه باید وکړئ؟

په آسټرالیا کې د مرغانو، تي لرونکو حیواناتو او خځندو بېلابېل ډولونه شتون لري - په شمول د زهري او غیر زهري مارانو. دا چې تاسو کوم ځنګلي موجودات چېرته پیدا کولای شئ، دا د هرې سیمې موقعیت، اقلیم او استوګنې پر بنسټ توپیر لري.
د بېلګې په توګه په شمالي سیمو کې تاسو ممکن، د ونو کنګرو او تمساح بېلابېل ډولونه پیدا کړئ، په لویدیځو وچو سیمو کې ایمیو، سره کانګرو او ښایسته صحرایي مرغان و وینئ او په جنوبي سیمو کې ومبټ، والابیس او پنګوېن پیدا کړئ.

مهرباني وکړئ بشپړ رپوټ دلته واورئ.






