د انګلیسي ژبې زده کړه کولای شي ستاسو د مسلک د امکاناتو لوړوالي او شخصي هدف ته په رسېدلو کې مرسته وکړي.
د انګلیسي ژبې زده کول، پداسې ډول سره چې روانې خبرې پرې وکړئ ستونزمن کار دی او موږ ټول پدې پوهیږو چې د آسټرالیا د انګلیسي په لهجه او محاوراتو پوهیدل څومره ستونزمن کار دی. له همدې امله، نوي ویناوال د ډیری خنډونو سره مخ دي.
مارسیلا اګیلر، د بالغه مهاجرو د انګلیسي ژبې له پروګرام (AMEP) سره د رضاګاره ښوونکې په توګه کار کوي.
یاد پروګرام د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ مهاجرو ته د انګلیسي ژبې د دزده کړې زمینه برابروي.

هغه وايي: ”کله چې یو کس هېواد ته را ورسېږي نو کېدای شي لوی عمر ولري، فکر وکړي چې له تعلیمي سیستم څخه د اوږدې مودې لپاره لرې پاتې شوي یا هېڅ ښوونځي ته ندي تللي، له همدې امله دوي د زده کړې لپاره هېڅ تګلاره نلري او په نوي کلتور نه پوهېږي.“
” یو خنډ شته چې خلک ویره لري غلطي به وکړي چې دا احمقانه کار ښکاري. خلک پروا نه کوي که تاسو غلطي کوئ. ژبه د خبرو اترو لپاره ده او خلک یوازې د پیغام اوریدل غواړي. څومره چې تاسو ژبه وکاروئ تاسو به ښه شئ.“
الیسن لینن د Langports English Language College مشره ده. هغه وایي, سره لدې چې خلک انګلیسي ژبه په ورځني ژوند کې زده کوي، مګر د دې لپاره قوي دلیلونه شته ترڅو ژبه په رسمي ډول زده کړل شي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





