Key Points
- آسټرالیا له ۱۲ زرو څخه زیاتې سمندرغاړې لري، مګر له ۵ سلنه څخه په کمو سمندرغاړو کې ژوند ژغورونکي ګزمې ترسره کوي.
- تېر کال کې د آسټرالیا په سمندرغاړو کې د ژغورنې ۱۰ زره عملیات ترسره شوي.
- د شارک ډیری ډولونه انسانانو ته لږ یا هیڅ ګواښ نه پېښوي، مګر یو شمېر یې وژونکي دي.
- په منځنۍ توګه په هرو ۱۲ میاشتو کې د شارک د برید یوه وژوغونکې پېښه رامنځ ته کېږي.
د آسټرالیا د لویې وچې او ټاپوکانو شاوخوا ته د شارک ماهي بېلابېل ډولونه شتون لري، مګر د شارک ډیری ډولونه انسانانو ته لږ یا هیڅ ګواښ نه پېښوي.
آسټرالیا له ۱۲ زرو څخه زیاتې سمندرغاړې لري، مګر له ۵ سلنه څخه په کمو سمندرغاړو کې ژوند ژغورونکي ګزمې ترسره کوي.
د ډوبېدو په پرتله/ د شارک ماهي د برید پېښې ډېرې کمې دي. په منځنۍ توګه په هرو ۱۲ میاشتو کې د شارک د برید یوه وژوغونکې پېښه رامنځ ته کېږي. په داسې حال کې چې په همدې مودې کې په اوسط ډول سره ۱۲۲ کسان په اوبو کې ډوبېږي.
شین ډاو - د آسټرالیا سرف لایف سیونګ په ادارې کې د ساحلي خوندیتوب عمومي مدیر دی. یادې ادارې په تېر کال کې د ژغورنې ۱۰ زره عملیات ترسره کړي.
هغه وايي په سمندرغاړو کې برید کوونکې څپې چې د Rip currents په نوم یادیږي لومړی خطر دی چې په اسټرالیا کې د ډوبېدو څلورمه برخه پېښې د دغو څپو له امله لامنځ ته کېږي.

Rip currents په سمندرغاړو یا ساحلونو کې د اوبو ځواکمن چینلونه دي چې د څپو مقابل لورې ته حرکت کوي، پدې معنا چې تاسو هلته برابر شئ نو تاسو له ساحل څخه لرې کوي.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.






