Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE starting June 12 2026

د بریا لپاره لارښوونې: څرنګه کولی شئ د کار لپاره خپل غوښتنلیک چمتو کړئ؟

Shot of a young businessman going through paperwork while on a call at work

Applying for a job takes time and energy. Credit: Moyo Studio/Getty Images

کله چې تاسو د خپلې خوښې دندې اعلان وګورئ نو د بریا لپاره په راتلونکو ګامونو پوهیدل خورا مهم دي. د اړینو اسنادو چمتو کول او د کار ګمارونکي توقعات درک کول کولی د دندې ترلاسه کولو لپاره ستاسو چانس زیات کړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Melissa Compagnoni

وړاندې کوونکی Maram Ismail

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


کله چې تاسو د خپلې خوښې دندې اعلان وګورئ نو د بریا لپاره په راتلونکو ګامونو پوهیدل خورا مهم دي. د اړینو اسنادو چمتو کول او د کار ګمارونکي توقعات درک کول کولی د دندې ترلاسه کولو لپاره ستاسو چانس زیات کړي.


د یوې دندې لپاره د غوښتنلیک سپارل وخت او انرژۍ ته اړتیا لري. په ځانګړې توګه کله چې تاسو خپل مسلکي کار پیلوئ.

مخکې لدې چې تاسو ته د کاري مرکې لپاره بلنه درکړل شي، ډیر کارګمارونکي ستاسو د کاري تجربې او مهارتونو په اړه لیکلو شواهدو ته اړتیا لري.

د Jobspeak له اکاډمۍ څخه نټالي پیارټ، هغو نړیوالو مسلکي خلکو ته روزنه ورکوي چې غواړي په آسټرالیا کې خپل مسلکي کار پیل کړي.

هغه وايي، په آسټرالیا کې ډیر صنعتونه د داسې خلکو په لټه کې دي چې په آسټرالیا کې کاري تجربه ولري ترڅو وکولی شي د آسټرالیایان په څېر کار وکړي. که چېرې تاسو په آسټرالیا کې نوي یاست نو باید په دې اړه فکر وکړئ چې څرنګه کولای شئ په آسټرالیا کې د کار تجربه ترلاسه کړئ.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

Australia Explained - Job Applications
The quickest way an employer can learn about you is by reading your curriculum vitae (cv) or resume. Source: Moment RF / Narisara Nami/Getty Images

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now