Key Points
- د معلوماتو غلا کولو میتودونو کې پيشینګ، سکیمنګ، ټولنیز انجینري، هیک کول، او ډمپسټر ډایونګ شامل دي.
- د پیژندنې يا هويت غلا کیدای شي آنلاین یا آفلاین واقع شي، یا د دواړو ترکیب سره مخ شي.
- که تاسو باور لرئ چې تاسو د هویت د درغلیو قرباني یاست سمدلاسه اړوندو ارګانونو سره اړیکه ونیسئ.
په آسټرالیا کې د پیژندنې يا هويت جرم یوه مخ په زیاتیدو اندیښنه ده.
دا د آسټرالیا حکومت، خصوصي سکتور او هم افرادو ته د پام وړ مالي زیان رسوي.
د Scamwatch په وینا، د اسټرالیا د سیالۍ او مصرف کونکي کمیسیون (ACCC) لخوا د خلکو د درغلۍ پیژندلو، مخنیوي او راپور ورکولو په اړه د پوهاوي لپاره یوه ویب پاڼه چلول کیږي، آسټرالیا په ۲۰۲۲ کې د ۵۶۸ ملیون ډالرو تاوان راپور ورکړی.
دا شمیره د تیر کال راپور شوي زیانونو څخه نږدې ۸۰٪ زیاتوالی څرګندوي، کوم چې له هغې مخکې کال دا تاواب یوازې ۳۲۰ ملیون ډالر وو. د دې په پام کې نیولو سره چې د درغلۍ قربانیان اکثرا چارواکو ته د زیانونو راپور نه ورکوي، کارپوهان پدې باور دي چې دا احصایې ممکن د پام وړ کم اټکل شوي وي.

ډاکټر سورنگا سینی ویراتنی د سیډني پوهنتون د کمپیوټر ساینس ښوونځي کې د امنیت لوړ پوړی ښوونکی دی.
هغه وايي د هویت غلا هغه وخت ده چې د یو فرد شخصي معلومات غلا شي او د درغلیو او مالي ګټو لپاره وکارول شي.
سایبر جنایتکاران کوم ډول معلومات غلا کوي؟
یو سایبر مجرم ممکن د یو لړ شخصي معلوماتو غلا کولو په لټه کې وي په شمول:
نوم.
د زیږون نیټه.
د موټر چلولو جواز نمبر.
پته.
د مور نوم.
د زیږون ځای.
د کریډیټ کارت توضیحات.
د مالیې فایل شمیره.
د درملنې کارت توضیحات.
د پاسپورټ معلومات.
د شخصي پیژندنې شمیره (PIN).
د آنلاین حساب کارونکي نوم او د ننوتلو توضیحات.
د ACCCD مرستیال رییس کاتریونا لوزی وايي حتی د معلوماتو لږ ارزښت لرونکي ټوټې چې یوځل راټول شي هغه سکیمرانو لپاره ګټور کیدی شي.
ډاکټر لو وویل: "ستاسو نوم، ستاسو پته، ستاسو د تلیفون شمیره په څیر شیان شاید ډیر څه نشي کولی، مګر په بالقوه توګه کله چې د نورو معلوماتو سره یوځای شي، دا معلومات جعل کارانو لپاره ډيره مهمه کيږي".
تاسو ته مو يادې مسلې په اړه بشپړ رپوت چمتو کړی چې پاس سپيکر تڼۍ کليکاږلو سره يې اوريدلی شئ.
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





