Key Points
- آسټرالیا د "بې دليل يا کومې ګناه طلاق" لري. یو شخص کولی شي د بل رضایت یا توضیحاتو وړاندې کولو پرته د طلاق غوښتنه وکړي.
- ډیری طلاق ه شوي کسان کولی شي پرته له دې چې محکمې ته لاړ شي په رسمي توګه د والدینو مسوليت او هم مالي مسلو حل په خپله وکړي.
- د استرالیا حقوقي سیسټم طلاق اخیستونکي جوړې هڅوي چې قانوني ګام اخيستلو دمخه منځګړیتوب ته حاضر شي.
په ساده ډول، طلاق د واده تړون د ختمولو يو رسمي تحلیل دی.
مګر د طلاق خورا احساساتي، والدین په توګه مسوليت او هم مالي اغیزو ته په پام سره، کورنۍ اکثرا د شخړو حل او يا هم جوړ جاړي لپاره باهر ته دريم ګړي شخص مرستې ته مخه کوي.
په آسټرالیا کې، هر يو سړۍ او ښځه اړ دي چې دا ثابت کړي چې د دوی واده مخې ته نشي تللی او د دوی د طلاق غوښتنلیک هم نه بدلیدونکی دی.
مخکې لدې چې طلاق رسمي شي دا جوړه کسان دا باید دا وښيي چې د ۱۲ میاشتو څخه زیات مودې لپاره دوی له يو بل څخه جلا پاتې شوي او هم که چيرې ماشومان لري نو د والدينو مسوليت او هم مالي ترتیباتو سره جلا کيدو وخت کې موافق دي.
ډیری طلاق اخيستونکې جوړې هڅول کيږي ترڅو مخکې له دې چې محکمې ته لاړ شي باید هڅه وکړي چې په رسمي توګه د مور او پلار په توګه خپل مسوليتونه او هم مالي مسایل حل کړي.

اسټراليا کې د طلاق شخړو حل د وکيلانو او محاکمو له لارې ډير ستر لږښتونه لري او همدا وجه ده چې ۹۰ سلنه جوړه کسان چې طلاق اخلي خپل مالي او نور مسايل په خپل مينځ کې حل کوي.
اسټراليا کې مو طلاق اړوند مهمو مسايلو ته کتنه کړې او که چيرې همدې پروسه کې تاسې مرستو ته هم اړتيا لرئ د هغې معلومات هم په همدې غږيز مطلب کې ځای شوي، لا ډيرو معلوماتو لپاره بشپړ رپوټ واورئ.
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



