اسټراليا ته خپل د ژوند ملګري راوستلو لپاره اوس بيا ډير انتظار وکړئ.
کويډ-۱۹ نه يوازې د خلکو پر سفر کولو منفي اغيزې شيندلي بلکې هغه کسان چې له بهر څخه خپل د ژوند ملګری اسټراليا ته دعوت کوي هغوی اوس په اسانی ويزه نشي اخيستلی.
اسټراليايان او هم د اسټراليا دايمي ويزې لرونکي اوس له سختی خپل د ژوند ملګری که هغه ښځه وي او يا خاوند اسټراليا ته راولي.
اسټراليا کې د migration institute of Australia رپوټ له مخه ويل شوي، تير کال د نورو کلونو شميرو پر پرتله نيم شمير کسانو ته د ميړه يا ښځې ويزه ورکړل شوې.
Maggir Taaffe وکيله او د مهاجرت اجينټ ده.
اغلې وايي، دا مهال کويډ۱۹ له امله د ژوند ملګري ويزه که هغه د ميړه يا ښځې لپاره ويزه وي او يا هم د محبت او مينې تر نامه ويزه وي دا ټولې ويزې اوس له ستر خنډ سره مخ شوي.
اسټراليا ته له بهر خخه خپل د ژوند ملګي دعوت لپاره د subclass 309 ويزې فورمه کارول کيړي. دا مهال يادې ويزې ترلاسه کولو لپاره اوسط ډول سره د انتظار موده ۱۸ مياشتې ده.
ولې د اسټراليا مهاجرت ادارې ويبپاڼه باندې بيا د ويزې ترلاسه کولو موده له ۲۱ څخه تر ۲۸ مياشتو ذکر شوې.
تاسو ته پدې اړه يو بشپړ رپوټ لرو، لا ډير معلومات رپوټ کې واورئ.





