انويکټس نړيوالې لوبې د انګلستان شهزاده پرينس هري لخوا په کال ۲۰۱۴ کې پر مخ واچول شوې او يادو لوبو کې ټپي شوي او هم ناروغ پوځيانو بيلابيلو سپورتي لوبو کې برخه اخلي.
اسټراليا سيدني ښار د ۲۰۱۸ کال انويکټس لوبو کوربه وه او د افغانستان په ګډون د ۱۸ هيوادو ۵۰۰ لوبغاړو په بيلابيلو لوبو کې برخه واخيسته.
له افغانستان څخه ۱۱ سرتيرو يادو لوبو کې برخه اخيستې وه او د لوبو پای کې له راغلو ۱۱ سرتيرو څخه ۶ تنو يې اسټراليا کې د پناه غوښتنه وکړه.
يادو سرتيرو ته روانه اونۍ د اسټراليا حکومت پناه ورکړه او د اسټراليا دايمي ويزې يې ترلاسه کړې.
افغان سرتيرو له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو کې وويل چې ټول د اسټراليا دايمي ويزو ترلاسه کولو وروسته د خوښۍ احساس کوي..
۲۴ کلن رياض تلاش چې يوه پښه يې له طالبانو سره جګړه کې له لاسه ورکړې وايي، "د اسټراليا دايمي ويزې ترلاسه کولو ته په تمه وم او يادې ويزې ترلاسه کولو وروسته ډير خوشحاله شووم."
اسټراليا کې ټول پاتې افغان سرتيري د اسټراليا سيدني ښار کې ژوند کوي او دا مهال په کار او زده کړو بوخت دي.
سهيل ناصري او عبدالولي احمدزی دواړو د افغانستان ملي اردو سره خپل ماموريت دوران کې يې دواړو پښې له لاسه ورکړي.
ښاغلی احمدزی وايي، "نه غواړم چې په کور کې ناست اوسم او څه ونه کړم، غواړم چې پښې مې جوړې شي ترڅو پر خپلو پښو ودريږم، زده کړې او هم کار وکړم."
د يادو افغان سرتيرو وکيله اليسن باتيسن وايي، چې د يادو سرتيرو د پناه غوښتنې کيس ډير قوي وه.
ياد افغان سرتيرو د پښو عمليات لپاره انلاين له لارې د مرستو ټولو کمپاين پر مخ اچولې.
اسټراليا کې نامتو جراح ډاکټر منجيد المودريس چې خپله هم د کډوال په توګه اسټراليا ته راغلی له افغان سرتيرو سره يې د مرستې ژمنه کړې.
ښاغلی منجيد وايي، يادو سرتيرو ته کافي اندازه پيسو ټوليدو وروسته دی خپله به د هغوی عمليات ترسره کړي او د روغتون ترڅنګ به ځيني نور لږښتونه پر غاړه واخلي.
سهيل ناصري چې څلور ماشومان لري وايي، غواړم ماشومان مې امن کې ژوند وکړي او هم زده کړې وکړي ترڅو يو ښه راتلونکی ولري.
امين الله ارسلان وايي، له اسټراليايي حکومت څخه د پناه ورکوونې لپاره مننه کووم، ښاغلی وايي چې اوس زه د اسټراليا يوه برخه يم.
د افغان پخوانيو سرتيرو خبرې پدې رپوټ کې واورئ.