Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د ايران او امريکا ترمينځ کړکيچ کې ايران پلوه طالبان او فاطميون وسله وال په افغانستان کې ستونزې پيدا کولی شي

Iran US tensions

د امريکا او ايران کړکيچ کې ايران پلوه طالبان او افغانستان کې دننه د فاطميون اورپکه ډله افغانستان لپاره ستر ګواښ پيښولی شي. Source: Supplied

د امريکا او ايران ترمينځ کړکيچ اغيزې د سيمې هيوادو سربيره پر افغانستان هم شيندل کيږي.


خپور شوی په

By Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د امريکا او ايران ترمينځ کړکيچ اغيزې د سيمې هيوادو سربيره پر افغانستان هم شيندل کيږي.


د سپاه پاسداران د پوځ لوړ پوړي قومندان قاسم سليماني وژل کيدل په سيمه کې  مثبت او منفي اغيزې شيندلی شي.

سياسي چارو شنونکی، د پارلمان پخوانی وکيل او ديپلومات پوهنمل معين مرستيال له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل، "ايرانيان هغه نفوس چې افغانستان کې لري کيداشي د نيابتي جنګ لپاره يې وکاروي".

Moeen Marastial
سياسي چارو شنونکی معين مرستيال Source: Supplied

رپوټونه وايي، قاسم سليماني زرګونه افغانان نظامي موخو لپاره کارولي او ځينو بهرنيو جګړو کې يې ترې کار اخيستی.

د قاسم سليماني ځای ناستي سليمان قاآني څه موده وړاندې د افغانستان باميانو ولايت ته سفر کړی.

ځيني شنونکي وايي، د ايراني پوځيانو افغانستان ته سفر کول د انديښنې وړ ده.

د ښاغلي مرستيال په وينا ايران به د امريکا پر وړاندې خپله خاوره ونه کاروي بلکې سيمه کې به نورې سيمې او نفوس څخه د امريکا پر وړاندې کار واخلي.

که ايران د خپل لوړ پوړي پوځي قومندان غچ وانخلي نو ايراني حکومت به خپلو خلکو ته خپل محبوبيت له لاسه ورکړي.

ښاغلی مرستيال وايي، که چيرې د امريکا او ايران ترمينځ جګړه پيل شي نو د جګړې ډګر کيدای شي افغانستان وي.

د امريکا او طالبانو د سولې خبرې هم ګومان کيږي د روان کړکيچ له امله اغيزمنې شي.

له پوهنمل ښاغلي معين مرستيال سره بشپړه مرکه دلته واورئ.

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now