که چيرې د افغانستان بدليدونکي حالت څخه کړيږئ نو دا مرکه له تاسو سره مرسته کولی شي

epaselect epa09452998 Afghans hold placards shouting anti-Pakistan slogans during a protest in Kabul, Afghanistan, 07 September 2021.The demonstrations began after Ahmad Massoud, leading the National Resistance Front of Afghanistan (NRFA), 07 September, c

Afghans protest in Panjshir, National Resistance Front of Afghanistan (NRFA) leader Ahmad Massoud, called for a national uprising against the Taliban. 07 Sep. Source: EPA

افغانستان کې له تمې لرې په تيرو څو اونيو کې د حالت بدلون ډير افغانان له ګڼو رواني فشارونو سره مخ کړي چې لدې سره د هغوی پر ژوند يې منفي اغيز شيندلې. داچې اوسني حالت څخه څومره رواني فشار سره مخ ياست او څنګه مرسته ترلاسه کولی شئ، يوه ډيره ګټوره مرکه تاسو ته لرو چې پدې برخه کې له تاسو سره ډيره مرسته کولی شي.


افغانستان کې د تيرو څو اونيو راهيسې بدليدونکي حالت نه يوازې په افغانستان کې بلکې په نړۍ کې افغانان له رواني فشارونو سره مخ کړي او د ځينو رواني فشارونو ډيروالي له امله هغوی ته نورې ډيرې ستونزې هم پيدا شوي.

ارواح پوه  او استاد ښاغلی شرف الدین عظیمي چې له نوم او څيرې سره يې اشنا ياست له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کې د افغانستان اوسنی حالت او پر وړاندې يې د خلکو رواني حالت ته کتنه کړې او ځيني مهم وړانديزونه لري چې له تاسو سره مرسته کولی شي.

د ښاغلي عظيمي په وينا، افغانستان کې وروستي بدلونونه خلک جام (له حرکت غورځولي) او نړيوال تعريف کې دې ته بحراني حالت وايي.

ښاغلی عظيمي وايي، "پدې حال کې خلک له رواني فشارونو سره مخ کيږي لکه  وحش زده ګي، خپګان، خوب ګډوډي، د ډار احساس ، او داسې احساس کوم چې خلک سوچ کوي چې هر څه همدومره وو، هرڅه ختم شول او ژوند همدومره وې."

د ښاغلي عظيمي په وينا، ډير افغانان دا مهال داسې احساس کوي چې هر څه جام دي معنی داچې حرکت نه کوي.

sharafuddin Azimi, Lecturer and Psychologist
Source: Tolo

رواني ستونزو ته که رسيدنه ونه شي دا نورې دماغي او فيزيکي ستونزې او ناروغۍ زيږوي.

د نړۍ هيوادونو کې که چيرې خلک له داسې حالت سره مخ کيږي نو هغوی ارواح پوه سره ګوري ترڅو ځيني ګټورې مشورې او کړنلارې چې طبي لار ښوونې دي ترلاسه کړي.

د ښاغلي عظيمي په وينا، دا مهال افغانان بايد له صبر او حوصلې څخه کار واخلي او واکمن ګوند او يا حکومت بايد د خلکو نا معلوم حالت روښانه کړي.

د ښاغلي بله سپارښتنه داده چې خواله رسنيو کې چې ډير ناسم معلومات هم خپريږي استعمال يې لږ شي او يا بشپړ ډول سره بند شي چې لدې سره هم رواني فشار کمولو کې ډيره مرسته کيږي.

رواني حالت ځيني نښې ليدو سر تاسې بايد طبي مشوره ترلاسه او يا ارواح پوه وګورئ.

دا او نور ډير معلومات په بشپړ مرکه کې اوريدلی شئ.

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now