اسټراليا کې مهاجر اوس لا ډير انتظار وباسي ترڅو د اسټراليا دايمي ويزه ترلاسه کړي ولې دا ډير انتظار بيا مهاجرو لپاره خطر له ځانسره لري او ډيري بيا کيدای شي چې د کار ورکوونکو لخوا ترې ناوړه ګټه پورته شي او يا هم دوی اړ کړای شي ترڅو له اسټراليا څخه ډيپورټ شي.
دا موندنې اسټراليا کې د کاريګرو ټولنې هم مهاجرت برخې پوهانو خپرې کړي.
اسټراليا کې ډيري مهاجر راځي ترڅو کار له لارې دايمي ويزه ترلاسه کړي، دوی دې ته په تمه وي ترڅو د کار اداره دوی سپانسر کړي چې له مخه يې دوی دايمي ويزه واخلي ولې نوو موندنو له مخه همدا کاريګر تر ۲ کلونو انتظار کوي ترڅو ددوی ويزه طی مراحل شي يعنې دوه کاله ډير وخت دی ترڅو يو کاريګر خپله دايمي ويزه ترلاسه کړي.
ياده موضوع مو تاسو ته لا نور هم څيړلې او په اړه يې رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.