مهم ټکي
- د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د څارنې او څیړڼې کمټې یو نوې راپور تېره اوونۍ وښوده چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د القاعد په ګډون له ځینو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي.
- د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت تېره اوونۍ په کابل کې د ودونو په تالارونو او نورو جشنونو کې د موسیقۍ په غږولو بندیز ولګاوه.
- د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د مرستو کمېدو په اړه اندېښنه وښوده او د بدو پایلو خبرداری يې ورکړ.
- د ناروې په مرکز اوسلو کې تېره اوونۍ د نړۍ د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه بحث وشو.
بشپړ خبرونه رپوټ کې واورئ.



