Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

سيدني ښار کې د افغان ټولنې مرستې اتحاديې په اړه وروستي معلومات

ACSA

د اسټراليا تر ټولو ډير نفوس لرونکي ښار "سيدني" کې د افغان ټولنې مرستې اتحاديې اوسني او هم راتلونکي حال په اړه د نوو واک ترلاسه کوونکو کسانو وياندې نصيبه اکرم معلومات شريک کړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د اسټراليا تر ټولو ډير نفوس لرونکي ښار "سيدني" کې د افغان ټولنې مرستې اتحاديې اوسني او هم راتلونکي حال په اړه د نوو واک ترلاسه کوونکو کسانو وياندې نصيبه اکرم معلومات شريک کړي.


سيدني ښار د زرګونو افغانانو کور دی او ياد ښار کې د افغانانو يوه لويه ټولنه " د افغان ټولنې مرستې اتحاديه يا ACSA" فعاليت کوي.

تير کال ځينو افغانانو د يادې اتحاديې کاري کميټې ځينو کړنو خلاف محکمې ته عرض وکړ او پای کې محکمې د يادې اتحاديې واک او فعاليت يوازې د ټولنې ساتنې يا Care Taker ته محدود کړ او د اتحاديې راتلونکو ټاکنو واک يې څلورو افغانانو ته هر يو انور منګل، نصيبه اکرم، ډاکټر اسلم شينواری او عزيز دقيق ته وسپاره ترڅو د نوو ټاکنو پر مخ اچولو سره ACSA کې شته تشې ډکې کړي.

له اس بي پښتو خپرونې سره د ټاکل شوو څلورو افغانانو وياندې نصيبه اکرم ځانګړې مرکه کړې او اغلې هغه برخې روښانه کړي کوم چې کيدای شي ډيرو افغانانو لپاره روښانه نه وې.

د افغان ټولنې مرستې اتحاديې ټاکنې چې د محکمې حکم پر اساس بايد د اګيسټ مياشت پر ۲ يا ۹ نيټه ترسره شوې وای اوس دريو مياشتو ته ځنډيدلي او راتلونکې ټاکنې به د اوکتوبر مياشت پر ۱۸ نيټه ترسره کيږي.

اغلې اکرم وايي، افغانان بايد له کميټې سره ځان راجسټر کړي او د غړيتوب قيمت په يو کال کې ۱ ډالر ټاکل شوی.

اغلې اکرم پر ځوانانو غږ کوي ترڅو له ټولنې سره مرسته کې برخه واخلي او هم د ټولنې ښه راتلونکي لپاره دې د څلورو ټاکل شوو کسانو شاته ودريږي ترڅو راتلونکې ټااکنې ښې بڼې سره ترسره او نور بنسټيز کارونه وشي.

دا او نور ډير اړين معلومات د اغلې نصيبه اکرم په مرکه کې ځای شوي، بشپړه مرکه دلته واورئ.

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now