افغانستان کې طبعي ناورین نږدې ۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او له ۲۰ زرو ډير کورونه ويجاړ شوي

Floods in Afghanistan

Credit: Social media - public domain

افغانان چې وار له مخه جګړو او وچکالۍ سخت ځپلي خلک يې په دې وروستیو کې طبیعي پېښو له امله هم سخت ځپل شوي دي.


راونه میاشت د افغانستان په ډيرو سیمو کې ورښتونه وشول چې له امله يې سېلابونه راوتلل او ګڼ شمېر خلکو ته يې درانه د سر او مال زیانونه واړول.

د معلوماتو له مخې دغه سېلابونه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې راووتل چې په پاېله کې یی لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغو سېلابونو د سر زیان سربېره خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

همدا تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په اړه وویل، چې په راون زیږدیز کال کې د تېر کال په پرتله د سېلابونو د راوتلو له امله په دغه هېواد کې د مرګ ژوبلې کچه ۷۵ سلنه زیاته شوې ده.

تاسو ته پدې اړه بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now