په افغانستان څوارلس سلنه د مړینو کچه د زړه او رګونو ناروغۍ جوړوي

Heart issues

Heart issues Source: Pixabay

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د دوې د معلوماتو په اساس دا مهال د نارینه وو په پرتله ښځینه وو کې د زړه ناروغي مخ په پراخېدو ده.


د ځينو نړیوالو څيړنو په اساسهر کال په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۱۷ میلیونو انسانانو په وژلو سره، د زړه او رګونو ناروغیو یا Cardiovascular Disease د انسانانو د وژونکو رنځونو په سر کې ځای موندلی دی.

همدارنګه وېره ښودل شوې چې تر راتلونکو ۲۰ کلونو پورې به دا شمېره په کال کې تر ۲۳ میلیونو انسانانو هم واوړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي،د زړه او رګونو د ناروغیو په اړه تریخ حقیقت دا دی چې له دې ناروغیو نه د زیان لویه برخه بېوزلو هېوادونو ته رسېږي چې د مړینو ۸۰ سلنه په همدې هېوادونو کې پېښېږي.

پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now