افغانستان کې د نشه يي توکو کاروونکي دوه برابره شوي

AFGHAN OPIUM AAP

Source: AAP

په افغانستان کې د تېرو شپږو کلونو په پرتله د نشه يي توکو د کاروونکو شمېره شپېته سلنه لوړه شوې او د چارواکو پر وینا اوس مهال په دې هیواد کې تر ۳ میلیونو ډير کسان پر نشه يي توکو روږدي دي.چارواکي په دې هیواد کې نا امني، غربت او نشه يي توکو ته په اسانۍ لاسرسی هغه لاملونه ګڼي چې د د معتادینو شمېره یې د لوړېدو خواته وړې، خو ددغې طبقې د بېرته تداوی چارې هم تر پخوا چټکې شوې دي.چارواکو ویلي دي چې اوس مهال پدې هیواد کې لږ تر لږه ۳ میلیونه کسان نشه يي توکي کاروي.ولسي خلک هم پر نشه يي توکو د اخته کېدونکو کسانو ورځ تر بلې زیاتېدو اندېښمن کړي او ډېر کله حکومتي چارواکو ته د نیوکې ګوته نیسي.خو معتادین وايي تر هغې چې نشه يي توکو ته لاسرسی نه وي بند شوی، ددوی له دغه عمل نه اوښتل ګرانه خبره ده.عبدالروف ځاځی يادې موضوع په اړه رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now