Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

قبايلو کې اوس هم ګڼ شمير کسان د ماينونو قرباني کيږي

Land mine victims

Disabled people with artificial limbs in Bajaur Agency-File Photo by Hanifullah. Source: Hanifullah

د پاکستان قبايلي سيمي چې دواړه د ترهګرۍ او د ترهګرۍ سره مبارزې ضد جګړه کې ډير ځپل شوي اوس يې اوسيدونکي د ماينونو له خطر سره مخ دي او ورته مرګ ژوبله اوړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د پاکستان قبايلي سيمي چې دواړه د ترهګرۍ او د ترهګرۍ سره مبارزې ضد جګړه کې ډير ځپل شوي اوس يې اوسيدونکي د ماينونو له خطر سره مخ دي او ورته مرګ ژوبله اوړي.


د پاکستان قبايلو سيمو اوسيدونکي د ماينونو له ستر خطر سره مخ دي، يادو سيمو کې ماشومان د ماينونو ډير قرباني کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، د ماينونو ډير قرباني ماشومان دي چې له سبق څخه محروم کيږي بله خوا ځوانان دي چې خپل کارونه له لاسه ورکوي او دوی ټول اوږدمهاله معلول کيږي. 

د قبايلو سيمو اوسيدونکي برته خپل سيمو ته ستنيدو سره د ماينونو ښکار کيږي.

قبايلو کې خپل کور ته بيرته تلونکې کورنۍ د ماين ښار شوې او يوه وړه انجلۍ چې فاطمه نوميږي پښه يې پرې شوې.

د فاطمې پلار وايي، حکومت د لور درملنه په وخت نده کړه او يوې اجازه نامې ته انتظار ويستل ددې باعث شو چې د لور پښه يې قطع شي.

د نوموړي په وينا، اوس يې لور په کور کې ده او د يوې پلاستيکي پښې پيرلو وس هم نه لري.

منظور پښتين له اس بي اس سره خبرو دوران کې وويل، له حکومت څخه يې د ماينونو پاکول، د ماين قرباني کسانو درملنه او هم يې قرباني شوو کسانو ته اوږدمهاله کاري فرصت برابرولو غوښتنه کړې.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي، له قرباني شوې کورنۍ او هم د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر او غړو سره خبري کړي چې تاسې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now