د نورو سيمو پر پرتله د خيبر پښتونخوا ښځينه په لږ شمير زده کړو ته مخه کوي

Sunrise Public School, Bar, Gilgit-Baltistan - Left to right: Farzana, Nadia, Nazia (Credit: Andrea Francolini) Source: Andrea Francolini
خيبر پښتونخوا کې مدني فعالان وايي چې پاکستاني حکومت دې خيبر پښتونخوا کې د انجونو زده کړې برخې ته لا ډيرې پيسې ځانګړې کړي. مدني فعالان وايي، پاکستان کې د بوديجې يوازې ۳.۲ سلنه پر زده کړې لګول کيږي حال داچې ملګري ملتونه وايي چې هر هيواد دې بايد خپل د بوديجې ۴ سلنه پر زده کړې ولګوي. خيبر پښتونخوا کې انجونو لپاره د ښوونځيو لرې والی او يا کافي اندازه ښوونځيو نه شتون هغه لويه وجه ده چې له مخه يې انجونې خپلو زده کړو ته دوام نه ورکوي. اسلام ګل افريدي د چارواکو او مدني فعالانو غږونه راخيستي او پښتنو ميشتو سيمو کې د انجونو زده کړې موضوع ته يې کتنه کړې، بشپړ رپوټ واورئ.
شریکول