Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پيښور کې ډاکټران د کويډ-۱۹ روغ شوو کسانو له وينې سره د نورو درملنه کوي

The plasma will be used to help create a new treatment for COVID-19 infections.

The plasma will be used to help create a new treatment for COVID-19 infections. Source: AAP

د پيښور حيات آباد ميډيکل کمپليکس کې د کرونا ويروس ناروغانو درملنه په يوې نوې طريقې ترسره کوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د پيښور حيات آباد ميډيکل کمپليکس کې د کرونا ويروس ناروغانو درملنه په يوې نوې طريقې ترسره کوي.


د کرونا وبا چې ټوله نړۍ يې خپل لمن کې نيولې، ډيري هيوادونه کوښښ کوي ترڅو د درملنې نوې لارې وازمويي او شته حالت کابو کړي.

د پيښور ښار حيات آباد روغتون کې ډاکټرا د کويډ-۱۹ روغو شوو کسانو وينه اخلي او له هغې سره د نورو ناروغانو درملنه کوي.

د کرونا ناروغ که ښه شي نو معنی داده چې د هغه د بدن دفاعي سيستم دومره غښتلی شوی ترڅو د کويډ-۱۹ ويروس پر هغه کوم اغيز نه کوي او د هماغه کس بدن ياد ويروس دفع کوي.

حيات آباد ميډيکل کمپليکس ډاکټران د روغو شوو کسانو د وينې سپينه برخه اخلي او د نورو ناروغه کسانو درملنې پرې کوي ځکه که چيرې له کرونا ويروس څخه روغ شوي کس وينه بل بيمار ته ورکړل شي نو هغه بيمار د هماغه روغ شوي کس د بدن دفاعي سيستم غوره کوي او د کرونا ويروس يې له مينځه ځي.

زمونږ همکار د حيات آباد ميډيکل کمپليکس له ډاکټر سره خبرې کړي کوم چې د همدې درملنې برياليتوب په اړه لا ډير معلومات شريکوي، تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now