افغانستان کې د کانګو وژونکي ناروغۍ پیښې مخ په پراخېدو دي

Source: Getty Images
یوازې د ۲۰۱۹ کال له جنورۍ تردې دمه د کانګو وژونکي ناروغۍ ۲۹۶ پیښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د دغې ناروغۍ ویروس له حشراتو او حيواناتو انسانانو ته انتقالېږي. د کانګو ناروغۍ مهمې نښې د سردرد، تبه، د ملا درد، د هډوکو درد، د زړه بدوالی، د سترګو سوروالی او د ستوني درد دی. تفصیل له ناجیې ساپۍ اورئ.
شریکول