Aboriginal elder paints a fellow elder_AAP Image-Dan Peled Source: Aboriginal elder paints a fellow elder_AAP Image-Dan Peledد اسټراليا بومي خلکو يا اصلي اوسيدونکو ژبې د ورکيدو خطر سره مخ دي.ځيني کارپوهان وايي چې تر کال ۲۰۵۰ پورې به د بومي اسټراليايانو ټولې ژبې له مينځه تللې وي.تيرو ۲۰۰ کلونو کې د بومي يا اصلي اسټراليايانو ژبې له ۲۵۰ ژبو څخه ۱۲۰ ته کمې شوي ولې پاتو ژبو کې هم پر ډيرو يې خبرې نه کيږي.د اصلي اسټراليايانو ژبو سره د هغو کلتور او ۵۰،۰۰۰ کلن تاريخ تړلی دی او ددې ويره شته چې که چيرې يادې ژبې له مينځه ولآړې شي نو هغې سره د د بومي اسټراليايانو تاريخ هم له مينځه ځي.۲۰۱۱ کال سرشميرنې ښايي چې ۸۳ سلنه له ابوريجنال او توريس ستريټ الينډرز څخه خپلو کورونو کې يوازې پر انګليسي ژبې خبرې کوي.او يو په لسو کې بيا اسټراليايايي بومي ژبې باندې خبرې کوي.کله چې اسټراليا باندې د اوروپايانو يرغل وشو نوبومي اسټراليايان دې ته اړ ايستل کيدل چې پر انګليسي ژبه خبرې وکړي نه پر خپلو اصلي ژبو.۲۰۰۱ کال کې د بومي اسټراليايانو ژبو په اړه يوه څيړنه ترسره شوه هغې کې ويل شوي چې ۱۸۰۰ کال را پديخوا ۹۰ سلنه له بومي خلکو څخه خپلې ژبې له لاسه ورکړي يعنې يوازې ۱۰ سلنه پر خپلو اصلي ژبو خبرې کولی شي.همدا وړاندوينه ده چې ويل شوي که دا لړۍ همداسې روانه وي نو ۲۰۵۰ کال پورې به بومي اسټراليايان خپلې ټولې ژبې له لاسه ورکوي..يادې موضوع په اړه تيار شوی رپوټ دلته واورئ.
خپور شوی په
اپډیټ شوی په
By Amy Chien-Yu Wang, Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS
Skip to podcast episode contentShare this with family and friends
د اسټراليا بومي خلکو يا اصلي اوسيدونکو ژبې د ورکيدو خطر سره مخ دي.ځيني کارپوهان وايي چې تر کال ۲۰۵۰ پورې به د بومي اسټراليايانو ټولې ژبې له مينځه تللې وي.تيرو ۲۰۰ کلونو کې د بومي يا اصلي اسټراليايانو ژبې له ۲۵۰ ژبو څخه ۱۲۰ ته کمې شوي ولې پاتو ژبو کې هم پر ډيرو يې خبرې نه کيږي.د اصلي اسټراليايانو ژبو سره د هغو کلتور او ۵۰،۰۰۰ کلن تاريخ تړلی دی او ددې ويره شته چې که چيرې يادې ژبې له مينځه ولآړې شي نو هغې سره د د بومي اسټراليايانو تاريخ هم له مينځه ځي.۲۰۱۱ کال سرشميرنې ښايي چې ۸۳ سلنه له ابوريجنال او توريس ستريټ الينډرز څخه خپلو کورونو کې يوازې پر انګليسي ژبې خبرې کوي.او يو په لسو کې بيا اسټراليايايي بومي ژبې باندې خبرې کوي.کله چې اسټراليا باندې د اوروپايانو يرغل وشو نوبومي اسټراليايان دې ته اړ ايستل کيدل چې پر انګليسي ژبه خبرې وکړي نه پر خپلو اصلي ژبو.۲۰۰۱ کال کې د بومي اسټراليايانو ژبو په اړه يوه څيړنه ترسره شوه هغې کې ويل شوي چې ۱۸۰۰ کال را پديخوا ۹۰ سلنه له بومي خلکو څخه خپلې ژبې له لاسه ورکړي يعنې يوازې ۱۰ سلنه پر خپلو اصلي ژبو خبرې کولی شي.همدا وړاندوينه ده چې ويل شوي که دا لړۍ همداسې روانه وي نو ۲۰۵۰ کال پورې به بومي اسټراليايان خپلې ټولې ژبې له لاسه ورکوي..يادې موضوع په اړه تيار شوی رپوټ دلته واورئ.