داسټراليا اساسي قانون ولې بومي اسټراليايان په رسميت نه پيژني؟

Aboriginal elder paints a fellow elder_AAP Image-Dan Peled

Aboriginal elder paints a fellow elder_AAP Image-Dan Peled Source: Aboriginal elder paints a fellow elder_AAP Image-Dan Peled

اسټراليا کې د پخلاينې اونی ۲۷ می څخه تر ۳ جون لمانځل کيږي..


تاسو ته به دا پوښتنه وي چې پخلاينې اونۍ هغه هم اسټراليا کې.هو اسټراليا کې بومي خلکو او د اسټراليا ترمينځ پخلاينې اونۍ لمانځل کيږي.يادې اونۍ لمانځلو سره دوه ډير مهمه تاريخو په اړه خبرې کيږي.يو د ۱۹۶۷ کال د اسټراليا تاريخي ټول پوښتنه او بل ۱۹۹۲ کال بومي اسټراليايانو محکمې کې د پلرني ځمکو ترلاسه کولو محکمې پريکړه ده.سږ کال بومي اسټراليايان يادې اونۍ لمانځلو لپاره شعار دا ټاکلی"راځې چې نور ګامو پورته کړو" چې معنی يې داده چې د اسټراليا اساسي قانون کې بايد بومي اسټراليايان په رسميت وپيژندل شي.بومي اسټراليايان ۶۰،۰۰۰ کلونو راهيسي اسټراليا خپل کور ګڼي.کله چې انګليس James Cook لومړي ځل لپاره په کال ۱۷۷۰ کې اسټراليا خاورې کې پښه کيښوده نو دا ځمکه بې مالک اعلان کړه دا پدې معنی چې اسټراليا مالک نه درلود حال داچې اسټراليا خاوره کې بومي اسټراليايان زرګونو کلونو راپديخوا ژوند کاوه..جيمس کوک د هغه وخت انګلستان قانون له مخه اسټراليا کې د اوروپايانو ځای پر ځای کول پيل کړل.او بله دا چې هغه وخت کې انګليسانو اسټراليا خپله مستعمره وګڼله او بومي اسټراليايان چې ابروجينال او ټوريس سټريټ ايلنډرز نوميږي هغو ته يې د يرغلګرو په سترګه کتل.يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service