د اسټراليا استخباراتو ادارې دا منلې چې په تيرو ۱۲ مياشتو کې يې پر ځينو اسټراليايانو جاسوسي کړې ولې يې دا يې ندي ويلي چې پر څومره کسانو او هم ولې يې دا جاسوسي کړې.
دا خبرې له هغه وروسته مطرح کيږي چې د اسټراليا د استخباراتو ادارې يوې څانګې مشرې د اسټراليا سنا مجلس پلټنې کميسيون سناتورانو سوالونو ته ځواب ورکولو لپاره غوښتل شوې وه او يادې ادارې فعاليتونو په اړه يې معلومات شريکول.
د نيوز کورپس ورځپاڼې خبر له مخه د اسټراليا استخباراتو "Signals Directorate" څانګې کوښښ وکړ ترڅو پر اسټراليايانو جاسوسي کولو لپاره خپل واک لا ډير کړي او دا کار داسې حالت کې وکړي چې اسټراليايان د يادې ادارې له جاسوسي کولو څخه بې خبره اوسي.
ولې اوس د يادې ادارې فعاليت او جاسوي کولو پلټنه روانه ده.
د سنا مجلس په جوړې شوې غونډه کې چيرې چې د استخباراتو ادارې له سناتورانو سره معلومات شريکول، خپوالې سناتورې جاکي لامبي د سوال په ځواب کې د استخباراتو يادې څانګې مشرې ريچل نوبل وويل، د هغوی ادارې په تير کال کې پر ځينو اسټراليايانو ځانګړو حالاتو کې جاسوسي کړې.
دا مهال ياده استخباراتي څانګه د قانون له مخه پر اسټراليايانو جاسوي کولو معلومات له چا سره نه شريکوي ولې په ځينو حالاتو کې که چيرې برحاله وزير ياد معلومات وغواړي نو ورسره دا پټ معلومات شريک کيږي.
تاسو ته مو يادې مسلې په اړه يو رپوت چمتو کړی او لا ډير معلومات پدې رپوټ کې واورئ.





