د اسټراليا کوينزلينډ ايالت په اړه په زړه پوري معلومات واورئ.
د اسټرالیا د شپږو ایالتونو له ډلې څخه یو د کوینزلنډ ايالت دی چې د دغه هېواد د اصلي وچې په شمال ختیځ کې پروت دی.
کوینزلنډ د مساحت له پلوه د اسټرالیا دویم لوی ایالت دی.
په یاد ایالت کې له نیو سوت وېلز او وېکټوریا وروسته ډېر خلک استوګنه لري.
کوینزلنډ ایالت کې د افغانانو شمېر شاوخوا ۴۳۰۰ کسانو ته رسېږي چې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي.
د کوینزلنډ ایالت په اړه لا ډېر معلومات د مجیب منیب په راپور کې واورئ.
شریکول





