د روانې فبرورۍ میاشتې له ۱۹مې نېټې راهیسې د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې د چمپینز ټرافۍ سیالۍ پیل شوي، مګر له تېرو نږدې دوو لسیزو راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د کرېکټ هېڅ نړیواله لوبه نه ده ترسره شوې.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د چمپینز ټرافۍ لوبو نه ترسره کېدو د دغو ایالتونو ولسونه، لوبغاړي او سیاستوال خواشینې کړې دي.
د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي ویلي چې د پاکستان سوپر لیګ راتلونکې لوبې به د پنجاب او سند ترڅنګ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې هم ترسره شي.
مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




