د سواد نړیواله ورځ: یو شمېر افغان نجونې پر طالبانو غږ کوي چې د دوی پرمخ دې د زده کړو دروازې نور پرانیزي

A file photo of female students walking home from school in Yakawlang, Afghanistan, 19 May, 2019.

A file photo of female students walking home from school in Yakawlang, Afghanistan, 19 May, 2019. Source: The New York Times

د سپټمبر اتمه د سواد نړیواله ورځې په توګه نومول شوې. دا ورځ د یونسکو لخوا د ۱۹۶۶ کال د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه ددغه سازمان په ۱۴ مه غونډه کې اعلان شوه او د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۷ کال کې ولمانځل شوې او له هغه وخت راهیسې هر کال دغه ورځ په ټوله نړۍ کې په جلا شعارونو سره لمانځل کیږي.


د سواد نړیوالې ورځ له لمانځڼې ستره موخه دا ده چې د نړۍ د هر وګړي لپاره د زده کړې فرصتونه برابر کړي او د سواد پر اهمیت د خلکو پام ور واړوي.

ددې ترڅنګ دا ورځ ددې لپاره هم وقف شوې چې د بې سوادۍ سره مبارزه وشي، د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګ ته وده ورکړل شي، او د هغو کسانو ملاتړ وشي چې سواد زده کړه يې لا تراوسه بشپړه نه ده.

په افغانستان کې بیا دا ورځ داسې مهال را رسیږي، چې دا دی څلورم کال راون دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځې ته نه پرېښودل او دغه راز له تېرو دوه کلونو راپدیخوا د پوهنتونونو دراوزې يې هم پرمخ تړل شوې دي.

د ښوونځې یو شمېر زده کوونکې بیا ددغې ورځې په مناسبت د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دوی پرمخ د زده کړو دروازې خلاصې کړي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service