اسټراليا کې لومړي ځل لپاره د پښتنو د کلتور نړيواله ورځ لمانځل کيږي

pashtoon_rang.jpeg

Pashtun Traditional Dance

اسټراليا کې لومړي ځل لپاره د پښتنو د کلتور نړيواله ورځ لمانځل کيږي.


د پښتنو کلتور نړيوالې ورځې لماځل لومړي ځل لپاره پاکستان کې له ۲۰۱۴ کال راهيسې پيل شو چې اوس دا ورځ د پاکستان په ګډون په يو شمير هيوادونو کې د پښتنو لخوا لمانځل کيږي.

کامله مياخيل په اسټراليا کې د پښتنو د کلتور نړيوالې ورځې تنظيم کوونکې ده، اغلې وايي، اسټراليا درې لويو ښارونو کې د يادې ورځې لمانځلو لپاره تياری نيول شوی.

اس بي اس پښتو سره په خبرو کې اغلې وويل، د يادې ورځې لمانځل ډير اړين دي او غواړي اسټراليايانو لپاره د پښتنو سم او ښکلی انځور وړاندې کول دي.

د اغلې مياخيل په وينا، د نورو هيوادونو کلتورونه په بيلابيلو ډولونو لمانځل کيږي او پښتانه هم کولی شي خپل وياړونه ولمانځي.

مورنۍ ژبې زده کړه او کارونه د ماشومانو ذهني او روحي سلامتيا ته ګټه رسوي

اسټراليا کې د پښتنو د کلتور نړيوالې ورځې پروګرامونه په سيډني، برزبن او ملبورن ښارونو کې پر مخ اچول کيږي.

د پښتو وتلی او نامتو سندرغاړی کرن خان خپل ملګرو سره اسټراليا ته راځي او يادو ورځو کې پښتو موسيقي وړاندې کوي.

سيډني ښار کې ۲۳ سپټمبر

برزبن ښار کې ۲۵ سپټمبر

ملبورن ښار کې په ۳۰ سپټمبر

اغلې کامله مياخيل وايي، يادو غونډو کې ګډون لپاره بايد ټکټ واخيستل شي او د يادو ټکټونه څخه ترلاسه شوې پيسې له لږښتونو وروسته بيرته پر پښتنو غونډو لګول کيږي.

مونږ له اغلې کامله مياخيل سره مرکه کړې چې لا ډير معلومات په مرکه کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now