د راډیو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې یو شمېر اوریدونکي وايي، د پخوا په پرتله يې راډیو سره علاقه کمه شوې ده

KANDAHAR A CITY ON EDGE

د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیوالې ورځې سره برابره ده. Credit: Marcus Yam/Los Angeles Times via Getty Imag

د جمهوریت له سقوط وړاندې په افغانستان کې سلګونو راډیوګانو فعالیت درلود، مګر واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لسګونو راډیوګانو خپل نشرات بند کړي دي.


د راډیو نړیواله ورځ هر کال د فبرورۍ په ۱۳مه نمانځل کېږي.

دا ورځ په ۲۰۱۲م کال کې د ملګرو ملتونو د پوهنې، کلتور او ساینس ادارې غونډه کې د اسپانیا د وړاندیز له مخې په ګوته شوه او ورپسې کال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې په ټولیز ډول ومنل شوه او د نړیوالې ورځې په توګه يې اعلان کړه.

یونسکو وايي، د راډیو نړیوالې ورځې تر شاه لامل دا دی چې دا ارزانه او یوه پېژندل شوې وسیله ده چې کولی شي لرې پرتو سیمو او ټولنو ته معلومات، پوهنه او پیغام ورسوي.

په نړۍ کې د راډیو جوړېدو څه باندې پیړۍ ووته، خو د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې لاهم دغه رسنۍ په پراخ ډول اوریدل کیږي.

د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر افغانستان کې بیا راډیو څه باندې یوه پیړۍ وړاندې په لومړي ځل خپل فعالیتونه پیل کړل او لا هم په رسنیز ډګر کې يې لا لومړی ځای ساتلی دی.

په دې اړه لا ډېر معلومات په غږیز رپوټ کې اورېډلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now