اسټراليا څخه پروازونه پيل شول، آيا افغانستان او پاکستان ته سفر کولی شئ؟

International travel illustration

Source: SBS News

اسټراليا څخه بهر او هم اسټراليا ته سفرونه پيل شول، تاسې په کومو شرايطو سفر کولی شئ؟


اسټراليا کې د واکسين شوو کسانو شمير ډيروالي سره د نومبر مياشت لومړۍ نيټې څخه له اسټراليا څخه بهر او اسټراليا ته سفر کول پيل شول.

نړيوالو پروازونو پيل سره د ټکټونو قيمتونو کې د پام وړ کمی راغلی، ولې بيا هم ځيني ستونزې او شرايط لا اوس هم هر خپل ځای دي.

هغه اسټراليايان او يا دايمي ويزې لرونکي چې بهر کې بند پاټې ول هغوی کولی شي بيرته اسټراليا ته راوګرځي ولې د هغوی راتګ بيا ځيني شرايط لري، معنی داچې که قرنطين پرته راتګ غواړي نو بايد واکسين شوي اوسي.

له بهر څخه اسټراليا ته راتلونکي کسان بايد د اسټراليا دولت لخوا منل شوي واکسينونه ترلاسه کړي وي.

Ismail Shah Niazi, HelloWorld Travel
Source: Supplied

ملبورن ښار کې د HelloWorld Dandenong سفر خدمتونو مشر او (Travel agent) اسماعيل شاه نيازي له اس بي اس پښتو سره خبرو پر مهال وويل، سره لدې چې له اسټراليا څخه او يا اسټراليا ته نړيوال پروازونه پيل شوي او هم نږدې نورمال حالت ته راګرځيدلی ولې بيا هم ځيني مسايل دي چې بايد مسافرين يې په پام کې ولري.

د ښاغلي نيازي په وينا، اوکتوبر مياشت کې له پاکستان څخه يو طرف ټکټ تر ۷۰۰۰ ډالر پورې رسيدلی وه ولې اوسمهال دوه خواوو يا return ticket  دوه زره ډالرو ته راټيټ شوی.

بله خوا افغانان دا مهال سفر برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. افغانستان ته سفر کول امکان لري ولې لارې يې سختې دي، بله خوا پاکستان افغاني پاسپورټ او هم هغو بهرنيو پاسپورټونو ته ويزې نه ورکوي کوم چې افغانانو ته ورکړل شوي اوسي.

د ښاغلي نيازي په وينا د روان کال فبروری مياشت وروسته پاکستان خپل ويزې الترونيک کولو سره افغانانو ته ستونزې ډيرې کړي.

د پاکستان حکومت سفر کولو سند Travel Document، افغان پاسپورټ او هم خارجي پاسپورټ چې افغان ته ورکړل شوی اوسي د پاکستان ويزه نه ورکوي.

اسټراليا کې ډير افغانان ميشت دي د کومو کورنۍ چې پاکستان کې اوسيږي او هم دوی سره د سفر کولو سند يا Travel Document دی، دا کسان د نورو پر پرتله له لا ډيرو ستونزو سره مخ دي او نشي کولی خپل کورنيو ليدو لپاره د پاکستان ويزې ترلاسه او پاکستان ته سفر وکړي.

داچې په کومو شرايطو افغانستان، پاکستان، ايران او يا ځينو نورو هيوادونو سره سفر کولی شئ، د اسټراليا ملبورن ښار کې د HelloWorld Dandenong سفر خدمتونو مشر اسماعيل شاه نيازي سره مو مرکه کړې چې دا او لا نور ډير معلومات به پدې مرکه کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now