د ښځو نړيواله ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو ټولنيز، سياسي او هم اقتصادي لاسته راوړنو لمانځنه کوي او ترڅنګ يې د ښځو حقونو او ټولنيز نا برابرۍ لپاره د پوهاوي پروګرامونه پر مخ اچول کيږي.
سږ کال د ښځو نړيوالې ورځې شعار د جنسيت برابري د تل پاتې راتلونکې لپاره ټاکل شوی.
څنګه د ښځو نړيوالې ورځې لمانځنه پيل شوه؟
امريکا کې لومړي ځل لپاره د ۱۹۰۹ کال فبروری کې د ښځو ملي ورځ ولمانځل شوه او د يادې ورځې لمانځلو شاته د ښځو حقونو فعالې تيريسا مالکيل هلې ځلي په ګوته کيږي.

لومړي ځل لپاره د ښځو نړيواله ورځ د ۱۹۱۳ کال فبروری په مياشت کې ولمانځل شوه او بيا د ښځو حقونو تر ټولو ستره مبارزه په ۱۹۱۷ مارچ ۸ کې په روسيه کې پيل شوه او له هماغې وروسته د ښځو نړيواله ورځ د مارچ مياشت پر ۸ نيټه په ټوله نړۍ کې لمانځل کيږي.
داچې پښتنې ميرمنې څومره له خپلو حقونو څخه خبرې دي او د لاسته راوړنو ترڅنګ يې ننګونې کومې دي، دې په اړه مو له ټولنيزې فعالې نصيبه اکرم سره مرکه کړې.
اغلې اکرم په اسټراليا کې له ټولنو سره د کار له ۲۰ کلونو څخه ډيره تجربه لري او نه يوازې له افغان ميرمنو سره بلکې له نورو ټولنو ميرمنو سره يې هم له نږدې کار کړی.
اغلې اکرم د افغان ميرمنو لاسته راوړنو ترڅنګ په اسټراليا کې د ميشتيدنې په حال کې ننګونو ت اشاره کړې او لا نور ډير معلومات يې شريک کړي.
تاسې بشپړه مرکه پاس د غږن نښه کليکاږلو سره اوريدلی شئ.





