په اسټرالیا کې د معلولیت اړوند خدمتونو ته د لاسرسي، کلتوري او ژبنيو آسانتیاوو په اړه مرکه

Daily Life In Edmonton

EDMONTON, CANADA FEBRUARY 28: A designated disabled parking space in Edmonton, Alberta, Canada, on February 28, 2025 Source: NurPhoto / Artur Widak/NurPhoto via Getty Images

نن د هغو خدمتونو په اړه خبرې کوو چې د معیوبو او معلولو کسانو او د هغوی د کورنیو لپاره د ورځني ژوند اسانتیاوې برابروي. زموږ مېلمه مشعل درانی دی هغه د (Ability assist services) په نامه د یوه بنسټ اجرایوی مدیر دی. یاد بنسټ د معلولیت لرونکو کسانو سره د ملاتړ او پاملرنې په برخه کې کار کوي. او همداسې د معلولیت ملي بیمې پلان (NDIS) سره راجستر دی. نن به ترې وپوښتو چې دا خدمتونه څه دي، کورنۍ څه ډول مرسته تر لاسه کولی شي، د کیفیت او باور معیارونه څنګه خوندي کېږي. او تر ټولو مهمه دا چې څنګه افغانان کولی شي د ژبې او نورو کلتوري اسانتیاوو څخه ګټه ترلاسه کړي. مهرباني وکړئ بشپړه مرکه دلته واورئ.


د لاندې پوښتنو ځوابونه په مرکه کې اوریدلئ شئ:
  • Ability assist services څه ډول خدمتونه وړاندې کوي، او ستاسو د کار اصلي موخې څه دي؟
  • کوم خلک تر ټولو ډېر ستاسو خدمتونو ته اړتیا لري؟
  • که یوه کورنۍ غواړي له تاسو سره اړیکه ونیسي، د پیل پروسه څنګه ده؟ څوک تماس نیسي، کوم معلومات باید ولري، او لومړی ګام څه دی؟
  • تاسو له معلولیت لرونکو کسانو سره کوم عملي ملاتړ کوئ؟ ایا د مهارتونو په وده کې هم مرسته کوئ؟
  • د خدمتونو د کیفیت او خونديتوب لپاره ستاسو معیارونه څه دي؟ تاسو څنګه ډاډ ترلاسه کوئ چې کارکوونکي مناسب، روزل شوي او د باور وړ وي؟
  • زموږ په افغان/پښتنو ټولنه کې ځینې کورنۍ د معلولیت موضوع پټه ساتي یا د شرم احساس کوي. تاسو څنګه دا موضوع په درناوي او د محرمیت په چوکاټ کې اداره کوئ، او خلکو ته څه پیغام لرئ؟
  • د ژبې او کلتور له امله ځینې کسان خدماتو ته نه رسېږي. ستاسو شرکت د ژباړې، تشریح او کلتوري حساسیت لپاره څه حل لارې لري؟
  • ستاسو راتلونکی پلان څه دی؟ په کومو برخو کې غواړئ خدمتونه پراخ کړئ، او خلک څنګه کولی شي ستاسو له کار سره همکاري وکړي یا ګټه ترې پورته کړي؟

موږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now