د اس بي اس پښتو راډیو مسئول ښاغلی عبدالله علي خیل له تېرو څه باندې ۱۰ کلونو راهیسې د دغې راډیو مسئولیت پرغاړه درلود، مګر اوس یې پرېکړه نیولې ترڅو دغه مسئولیت پرېږدي.
ښاغلی علی خیل په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان څخه آسټرالیا ته راغلی، آسټرالیا ته له راتګ مخکې هغه په کابل کې د ملګرو ملتونو له سازمان سره د پښتو او درې خپرونو د پروډیوسر په توګه دنده ترسره کړې.
هغه وايي، له اس بي اس پښتو سره خدای پاماني ګران کار دی، مګر تر دې وروسته به د اس بي اس پښتو راډیو له اورېدونکو څخه واوسېږي.
دا چې عبدالله علي خیل ولې له اس بي اس پښتو سره خدا پاماني کو او د هغه راتلونکي پلانونه یې څه دي، پدې اړه لا ډېر معلومات په ترسره شوې مرکې کې اورېدلی شئ.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



